په ايران کې د بشري حقونو په اړه م. م. اندېښنه څرګندوی
۱۳۸۷ آبان ۹, پنجشنبهډېر ځله ښځو ته د راپوتي پوړني او يا تنگو چپنو د اغوستلو له امله سزا ورکول کېږي.
دغه راز د بهايي مذهب له لارويانو سره د ترخه چلند د ډېرېدا خبرونه هم ورکړل شوي، چې په شيعه ايران کې يو مذهبي اقليت جوړوي. د بهايي مذهبو پر کورونو او دوکانونو بريدونه کېږي.
د جنايتونو لپاره د بدن د غړو پری کول او فزيکي سزاوې چې د اسلامي سزا په نامه توجيه کېږي، د ښاغلي بان په وينا د اندېښنې يو لوى سبب جوړوي.
د ملگرو ملتونو سرمنشي هغه رپوټونه هم ياد کړل چې وايي همجنس بازان په پرله پسې په دورو وهل کېږي او گواښ ورته کېږي چې اعدام به شي.
ښاغلي بان د ايران د پارلمان له خوا د هغو اقدامونو د څېړلو هرکلى وکړ، چې ښځو ته به نور عدلي حقونه ورکوي او د کوچنيانو لپاره يې د جلا محکمو غوښتنه يو مثبت پرمختگ وباله.
خو په عمومی ډول د ملگرو ملتونو د سرمنشي نظر دا و چې په ايران کې د بشري حقونو په برخه کې ډېرې داسې مسئلې شته چې په پرله پسې ډول د اندېښنې سبب گرځي.