په ايران کښي ډيري بندي ګرۍ شروع سوي دي
۱۳۸۸ خرداد ۲۸, پنجشنبهلکه څنګه چه ميرمن محمدي بيان کوي ،معلوميږي چه دغه محبس نور د بنديانو دپاره کافي ځای نلري ،
دا وايي ،«زه پرون دانقلاب په محکمه کښي وم . هلته مي د بنديانو د والدينو څخه واوريدل چه د هغوي کوچنيان د ځای د کمبود په خاطر د محبس په سرای کښي بيديږي . دوی کولای سي د ډير لږ وخت دپاره د خپلو والدينو سره خبري وکي ،خو زما ميړه تر اوسه پوري زما سره خبري ندي کړي . »
ميرمن محمدي په خپل ميړه احمد زيدابادي پسي ګرزي ، چه ژورنالسټ دی او بندي سوی دی .
د مظاهرو او اعتراضونو په اضافه کولو سره نوي بندي ګرۍ هم شروع سوي دي . مقامات هغه مشهوره ژورنالسټان بنديانوي چه د غربي رسنيو لخوا يې نومونه ياد سوي وي . احمد زيدابادي يو د هغو ژورنالسټانو څخه ؤ .
ميرمن محمدي بيا وايي، «زه هيڅ خبره نه يم چه زما ميړه چيري دی . خو يو بل ژورنالسټ چه علي جاني نوميږي ،وايي چه د اِوين په محبس کښي يې زما د ميړه ږغ اوريدلی دی . خو مقامات ماته هيڅ معلومات نه راکوي . حتی د محبس په کمپيوټر کښي هم دده نوم ندی درج سوی . »
يوازنی جواب چه ميرمن محمدي د مقاماتو څخه اوري ،دادی چه که وضع آرامه سي ، بنديان به بيرته ايله سي . دا وايي چه ډيرو بندي سوو مظاهرو کونکو په محکمه کښي دوسيې هم نه درلودې .
دا بيا وايي ،«خو ما هغو ته وويل چه زما د ميړه دپاره بايديوه دوسيه جوړه سوې وي ،ځکه چه امنيتي کسانو دی د کور څخه بوتلۍ . ما اوريدلي دي چه امنيتي کسان د ليري يو کاغذ ښکاره کوي ،او بيا خلګ د ځانو سره بيايي . دا معلومه نده چه په کاغذ کښي چشي نوشته دي . »
په ايران کښي همدارنګه ډير اصلاح طلبان د هغې جملې څخه د جمهوررييس پخوانی مرستيال محمدعلي ابتاهي او سيد حجاريان نيول سوي دي .
د ځينو ژورنالسټانو او اصلاح طلبانو خپلوان وايي،چه هغوی تر اوسه پوري څو واري بنديان سوي دي .
د ژورنالسټې شيوا نظر اهاري مور بيا ډير تشويش کوي، او وايي ، « زه هيڅ خبره نه يم چه زما لور چيري ده . زه نه پوهيږم چه چيري پسي وګرزم . ددووورځو راهيسي چه دا بندي سوې ده ما هر ځای پسي کتلي دي . مقامات ماته هيڅ جواب نه راکوي . »
پر ډيرو بندي ګريو سربيره بيا هم دمخالف سياستمدار مير حسين موسوي د پلويانو ملاتړ کونکي ډيريږي ، او په تهران کښي په مظاهرو او اعتراضونو لاس پوري کوي . خو لږ تر لږه په تهران کښي نور پوليس د زور او تشدد څخه کار نه اخلي .
د بلي خوا بيا د جمهوررييس محمود احمدي نژاد طرفدارانو عملأد متقابلو مظاهرو او اعتراضو پلان نيولی دی . په سه شنبه هم دوی د احمدي نژاد په طرفدارۍ په تهران کښي مظاهرې وکړې .
نوریم/
کتونکي : محمد قاسم نوري