1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايران کي ژورناليستان نيول سوي دي

۱۳۹۱ بهمن ۹, دوشنبه
https://p.dw.com/p/17Sk8

په ایران کې چارواکو یوولس تنه ژورنالیستان، له هغو بهرنیو رسنیو سره چې په فارسۍ ژبه خپرونې لري، د همکارۍ د تړاو په تور نیولي دي. د نیول شوو ژورنالیستانو مسئولو مدیرانو د اسوشیټډ پریس خبري آژانس ته د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې دغه یوولس کسان د یکشنبې په ماښام ناوخته د «بهرنیو اړیکو» د درلودلو په تور نیول شوي دي. زیاته شوې ده چې نیول شوي کسان د شپږو بیلابیلو رسنیو کارکوونکي دي، چې په هغه کې څلور ورځپاڼې، یوه اونیزه مجله او یو نیمه دولتي خبري آژانس اېلنا هم شامل دی. ایران په وروستیو کلونو کې د امریکا غږ او د بي بي سي پر فارسي نشریاتو نیوکه کړې وه او ویلي یې وو چې دغه رسنۍ د متحده ایالاتو او بریتانیې د استخباراتو لاسونه دي.