په ايران کي يوه امريکايي ژورناليسته په اته کاله بند محکومه سوه
۱۳۸۸ فروردین ۳۰, یکشنبهد محکمې دا پريکړه يوازي څو اونۍ وروسته له هغه صادريږي چي د متحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما له تهران سره د ښو اړيکو له پاره وړانديز کړی دی.
دسپيني ماڼۍ وياند، رابرت ګېبز، پرون په يو مطبوعاتي کنفرانس کي وويل چي جمهور رييس د امريکايي ژورنالستي د بند د سزا په محکومولو باندي ډیر ناامیده شو.
«جمهور رييس د دغه خبر په اوريدو سره سخت خواشينی دی- د هغه فکر او دعاله دغي ژورناليستي او د هغې له کورنۍ سره ده. زه فکر کوم چي موږ به د سويس له لاري د ايران حکومت ته په دې موضوع کي خپله اندېښنه بياهم څرګنده کړو.»
مېرمن صابري د جنورۍ د مياشتي څخه را په دې خوا د ايران د اروين په ويرونکي زندان کي بندي ده. په لومړي سر کي هغه په دې تور نيول شوې وه، چي هغې الهکول اخيستي دي، هغه څه چي په ايران کي بند دي. خو وروسته پر هغې باندي د جاسوسۍ تور ولګول شوو او د تيري دوشنبې په ورځ محکمې ته وړاندي شوه.
د رکسانا صابري پلار، رضا صابري وويل چي هغې په دې هيله چي ښايي له زندان څخه خوشي شي غلط اعتراف وکړ. خو د محکمې په وړاندي يې خپل اعتراف بيرته واخيست.
«تر فشار لاندي هغې ځيني څرګندوني کړي وې، خو وروسته چي بيا له هغې څخه پوښتنه وشوه، هغې دغه څرګندوني ردکړې، داسي ښکاري چي په محاکمه کي هغه په پام کي نه دي نيول شوي.»
د هغې مدافع وکيل، عبدالصمد خرمشهري وويل چي هغه به د محکمې د نوموړي پريکړي پر خلاف د مرافعې غوښتنه وکړي.
رکسانا صابري چي په خټه ايرانۍ- جاپانۍ ده، يوې امريکايي راډيو، بي بي سي او فوکس نيوز ته يې رپوټونه ورکول او شپږ کاله کيږي چي په ايران کي اوسيده.
په وروستيو کلونو کي د پوهانو په شمول يو ګن شمېر په خټه ايراني امريکايان په ايران کي په امنيتي تورونو نيول شوي دي،خو له يوې لنډي مودې څخه وروسته خوشي شوي دي.
AFPE/ عبدالباري حکيم
کتونکی. زيارمل