1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايران کي د ولسمشرۍ ټاکني پيل سوې

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ خرداد ۲۴, جمعه

ایرانیان د جمعې په ورځ د رایو ورکولو صندوقونو ته ولاړل، چي د خپل هیواد راتلونکی ولسمشر وټاکي. په دغو ټاکنو کې د ایران اصلاح غوښتوونکي ټول د یوه نوماند پر سر موافقې ته رسیدلي دي. خو محافظه کاران نه.

https://p.dw.com/p/18p9Z
Iran's Supreme Leader Ayatollah Ali Khamenei casts his ballot at his office during the Iranian presidential election in central Tehran June 14, 2013. Iranians voted for a new president on Friday urged by Khamenei to turn out in force to discredit suggestions by arch foe the United States that the election would be unfair. REUTERS/Fars News/Hassan Mousavi (IRAN - Tags: POLITICS ELECTIONS TPX IMAGES OF THE DAY) ATTENTION EDITORS - THIS IMAGE WAS PROVIDED BY A THIRD PARTY. FOR EDITORIAL USE ONLY. NOT FOR SALE FOR MARKETING OR ADVERTISING CAMPAIGNS. THIS PICTURE IS DISTRIBUTED EXACTLY AS RECEIVED BY REUTERS, AS A SERVICE TO CLIENTS
Iran Wahlen Ajatollah Ali Khameneiانځور: REUTERS/Fars News

د ایران د دولتي تلویزیون په حواله په دغه هیواد کې د جمعې په ورځ سهار د رای اچوونې مرکزونه پرانیستل شول. ویل شوي دي چې د ایران تر۵۰ میلیونو ډیر وگړي په دغو ټاکنو کې د گډون شرایط پوره کوي. په ټاکنو کې بریالی نوماند به د ایران د اوسني ولسمشر محمود احمدي نژاد ځای ناستي شي.

د ایران د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو د پنجشنبې تر ورځې پوري خپل ټاکنیز کمپاینونه پر مخ یوړل، ترڅو د هغو کسانو رایې خپلې کړې چې لا تر اوسه پورې یې په دې اړه پریکړه نه وه کړې چې کوم نوماند ته رایه ورکړي.

د ایران پخواني ولسمشر اکبر علي رفسنجاني، هم د پنجشنبې په ورځ له ایرانیانو څخه وغوښتل چې په ټاکنو کې گډون وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د ایران د حکومت د اپوزیسیون یو شمیر غړو د دغو ټاکنو د بایکاټولو گواښ کړی وو.

یو شمیر ورځپاڼو د رفسنجاني په حواله لیکي دي: «زه له هغوی [ایرانیانو] څخه غواړم چې رایې ورکړي. هغوی باید ټاکنې بایکاټ نه کړي.»

کيدای سي ټاکني دوهمي دورې ته وغځيږي
کيدای سي ټاکني دوهمي دورې ته وغځيږيانځور: Behrouz Mehri/AFP/Getty Images

په ۲۰۰۹ کال کې د ایران په ټاکنوکې د «زرغون خوځښت» د پلویانو له خوا ستر لاریونونه وشول. په دغو ټاکنو کې محمود احمدي نژاد بریالی شوی وو خو د هغه سیاسي مخالفینو پر هغه باندې تور لگاوه چې په ټاکنو کې یې درغلي کړې ده.

تر دې وروسته په ایران کې ډیري پراخه مظاهرې وشوې، خو د دغه هیواد ځواکونو بیا مظاهرې پر شا کړې او دوه تنه اصلاح غوښتونکي نوماندان چې مظاهرې یې اداره کولې نظر بند کړل.

اصلاح غوښتونکي پر یوه نوماند راټول شوي، محافظه کاران سره تقسیم دي

د ایران په روانو ولسمشریزو ټاکنو کې اصلاح غوښتونکو پر یوه نوماند باندي موافقه وکړه او په دې ترتیب سره ټول اصلاح غوښتونکي نوماندان د ښاغلي روحاني په گټه له ټاکنو څخه ووتل.

روحاني له ۲۰۰۳ کال څخه تر ۲۰۰۵ کال پورې د ایران د اتومي پروگرام په اړه له نړیوالو سره په خبرو کې د ایران استازی وو.

دا په داسې حال کې ده چې محافظه کاران بیا پر یوه نوماندې موافقې ته په رسیدو کې پاته راغلي دي. اوس په دغو ټاکنو کې د ایران د محافظه کارانو پنځه نوماندانو گډون کړی دی چې پکښې د دغه هیواد د اتومي پروگرام پر سر په خبرو اترو کې د ایران اوسنی استازی سعید جلالي هم شامل دی.

دې وضعیت ته په کتو سره داسې اټکل کیږي چې د ایران ولسمشریزې ټاکنې به دویم دور ته وغځیږي چې په ترڅ کې به یې یو تن محافظه کاره نوماند له روحاني سره سیالي وکړي.