1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايران کي درې اړخيزه غونډه

۱۳۹۰ تیر ۴, شنبه

د درو گاونډي هيوادونو ولسمشرانو د تروریزم پر ضد د نړیوال کنفرانس څخه یوه ورځ تر مخه په تهران کي خبري اتري وکړې. دري واړو مشرانو د ترهګري پر ضد د ګډي همکارۍ او د اړیکو د لا ښه کولو په سر ټینګار وکړی.

https://p.dw.com/p/11jN4
ولسمشر حامد کرزی د ايران د جمهور رييس محمود احمدي نژاد سره
ولسمشر حامد کرزی د ايران د جمهور رييس محمود احمدي نژاد سرهانځور: AP

د جمعې په ورځ د درو گاونډي هيوادونو مشرانو په داسي حال کي سره وليدل چي د شنبې په ورځ په تهران کي د تروریزم پر ضد دوه ورځنی نړیوال کانفرانس تر سره کېدونکی دی. پدغه هيواد کي د افغانستان، عراق، پاکستان، سوډان او تاجکستان ولسمشران او د ځینو هیوادونو لمړي وزیران هم ګډون لري. د ايران د رسنيو په وينا پدغه کنفرانس کي د 80 څخه زیاتو هیوادونو پوهان او څیړونکي ونډه لري.

د ایران د دولتي اژانس (ایرنا) ويلي چي زرداري، کرزي او احمدي نژاد د نړۍ وال کانفرانس څخه يوه ورځ تر مخه د ترهګرۍ خلاف پر جگړې، بنسټ پالني او د نشيي توکو د مخنیوی په سر خبری اترې وکړې.

د ایران د دولتي انټرنټ پاڼې په خپور شوي رپورټ کي راغلي چی درې واړو مشرانو د امنیت، بنسټپالی او د ترهګری خلاف خپلې انديښنی څرګندي کړې او د دغه مسئلو پر ضد یي د ګډي همکارۍ پر اهميت ټینګار کړی دی.

د تهران نړۍ وال کانفرانس په داسي وخت کي پیلیږي چي دوې ورځي وړاندي د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر باراک اوباما د 2012 م کال د جولای تر میاشتي د افغانستان څخه د 33000 سرتیرو د را ویستلو اعلان کړی.

په عینی وخت کی فرانسې هم د افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د شمیر د راکمولو خبره کړې ده. انګلستان او المان چي د امریکا د متحده ایالاتو څخه وروسته په ډیر شمیر سرتیري په افغانستان کی لري هم اعلان کړی چي د روان کال تر اخره به په افغانستان کي د خپلو سرتیرو شمیر را ټیټ کړي.

ایران همیشه په افغانستان کی د ناټو ځواکونو د حضور سوړ هرکلی کړی او ویلي یې دي چي د دې پر ځای چي ترهګري ډلې او طالبان وځپل شي، دغه ډلې نوري هم پیاوړي شوي دي.

د ایران د ولسمشرۍ ماڼۍ د انټرنیټ پاڼي په وینا افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي: « د افغانستان خلک د بهرنیو ځواکونو د وتلو په حق کي دي، نو په دې خاطر ایران او پاکستان کولای شي چی د افغانستان په سوله او ثبات کی مهم رول ولوبوي.»

دغه انټرنیټ پاڼه زیاتوي چی د احمدي نژاد په دي خبره هو کړه کړي چی درې واړه هیوادونه باید د امنیت په مسایلو د یو بل سره کلکه همکاري وکړي. همداراز زرداري ویلي دي چي درې واړه هیوادونه باید ښې اړیکي او له یو بل سره ژوري همکارۍ ولري ځکه چي دغه درې واړه هیوادونه د ترهګرۍ اصلي قربانیان دي.


اژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: احمد ولي اڅکزی