1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايران کي افغان مهاجر اروپا ته د تېښتي په فکر

۱۳۹۴ شهریور ۲۶, پنجشنبه

ايراني چارواکو تائيد کړې ده چي د دغه هيواد او ترکيې ترمنځ سرحد کي ئې تر ۲۰ زره زيات کسان نيولي دي. د نيول سوو کسانو ډېر ئې په ايران کي مېشت افغان کډوال دي چي اروپا ته د مهاجرت له پاره د ترکيې سرحد ته تللي دي.

https://p.dw.com/p/1GXi9
Afghanen Afghanistan Iran Emigranten Flüchtlinge
انځور: FARS

د ايران د غربي آذربايجان ولايت د سرحدي ځواکونو قوماندان ډگروال شهرام عباسي، په روان کال کي د ايران او ترکيې په سرحد کي د ۲۲زره کسانو د نيولو خبر ورکړی دئ. ځينو افغان سرچينو ويلي دي چي د نيول سوو کسانو ډېر ئې افغان مهاجر او پناه غوښتونکي دي.

په «ترکيه کي له افغان مهاجرو سره د همدردۍ او يووالي ټولني» سايت مسئول سعيدی چي د ايران او ترکيې په سرحد کي د افغان مهاجرو د نيولو خبرونه تعقيبوي، دويچه ويله ته وويل چي «په ايران کي له افغانانو سره زورزياتی ډېر سوی دئ او پر هغوی باندي فايرونه يو عادي کار گرځېدلی دئ.»

هغه زياته کړه: «ډېري افغاني کورنۍ چي په هغوی کي زما خپلوان هم سته، د ايران سرحدي پوليسو نيولي دي. يوه اوونۍ دمخه د ايران سرحدي ساتونکو د افغان مهاجرو پر يوې ډلي باندي فايرونه وکړل چي څلور کسان ئې د ترکيې عسکرو روغتون ته ورسول او اوس هم په روغتون کي دي.»

ځينو افغان سرچينو دويچه ويله ته وويل چي د ايران دولتي او امنيتي ادارو تر اوسه پوري له افغانانو سره د زورزياتي په اړه څه ويلي نه دي.

يوه ټپي افغان چي بندرعباس ته انتقال سوی دئ دويچه ويله ته د خپل ټپي کېدو حال داسي بيان کړ: «زه ذبيح الله عبدالخليل نومیږم. ايراني ځواکونو پر ما ډزونه وکړل او څو ځايه ټپي سوم جسمي وضعيت مي ښه نه دئ.» د عبدالخليل ورور وايي چي ايراني چارواکو تر اوسه پوري د دغو ډزو د علت په اړه نه دي ويلي.

افغانان په ايران کي
انځور: irna

ولي ايران ترکيې ته د افغان مهاجرو د تگ ممانعت کوي؟

سعيدي وايي د ايران يوه بېره دا ده چي دغه افغان کډوال چي ترکيې ته ځي له داعش سره د يوځای کېدو خطر ئې سته. خو د ټولنيزو چارو کاروپوهان وايي چي په ايران کي افغان مهاجر له ستونزو ډک ژوند لري او اوس د يوه ښه ژوند موندلو له پاره اروپا ته ځانونه رسوي.

په ايران کي د ټولنيزو چارو محصيله حيدري چي له پناه غوښتونکو سره مرسته هم کوي وايي چي ترکيې ته د افغان مهاجرو د تگ علت په دغه هیواد کي د هغوی ستونزمن ژوند دئ: «په ايران کي افغاني کورنۍ د زده کړو وس نه لري او حتي د يوه سيم کارت د رانيولو حق نه لري. د ايران په بانکونو کي د افغانانو حسابونه تړل سوي دي او ورته ويل سوي دي چي خپلي پيسې واخلي.»

په ايران کي د افغان کډوالو له پاره د ژوندانه شرايط د تير په شان ښه نه دي. دوی د اقامت اجازې په تر لاسه کولو کي ډېري ستونزي لري او حتي د اوسېدو د اسنادو له لرلو سره سره چي دوی په دغه هيواد کي له يوه ښاره بل ته سفر کوي بايد له کورنيو چارو وازرته اجازه واخلي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب