په اوگندا کي د جنوبي سوډان د کډوالو حالت
۱۳۹۳ مرداد ۱۷, جمعهد جنوبي سوډان د ډيرو پناغوښتونکو له پاره لومړی د رسېدو ځای د اوگندا په شمال کي د «نيومانزی» سيمه لومړی ترانزيتي مرکز دی. په جنوبي سوډان کي تاوتريخوالی د دې سبب سوی دی چي ډيری خلک پر پښو يا د لاريو په مرسته د کډوالو دغه کمپ ته ځانونه ورسوي.
د نيومازي کمپ له سوډان سره په سرحد د اوگندا په اديوماني سيمه کي پروت دی چي ډير کډوال لومړی دغه ځای ته ورځي. کله چي له جگړو څخه تښتېدلي کورنۍ دغه کمپ ته ورځي نو د ملگرو ملتونو له خوا راجستر کيږي. خو دا چي اوس په دغه کمپ کي د نورو کډوالو له پاره ځای نسته نو نورو کمپونو ته لېږل کيږي.
د ملگرو ملتونو د کډالو چارو ادارې د شمېرو له مخي د ۲۰۱۳م کال له وروستيو مياشتي راهيسي بيا تر اوسه پوري نزدې ۷۵۰۰۰ کسان له جنوبي سوډانه اوگندا ته تښتېدلي دي.
دغه کډوال د جنوبي سوډان د جمهور رئيس سلواکير او د دغه هيواد د پخواني لومړي وزير ترمنځ د جگړو له ويري تښتېدلي دي. د سره صليب د معلوماتو له مخي يوازي د روان کال په اپريل مياشت کي له جنوبي سوډان څخه د اوگندا کمپ ته ۱۰۰۰ کسانو پناه ور وړې ده.
د «نړيوال ليدلوري» له خيره ټولني څخه فرد اوپوکا وايي چي د دغو کډوالو ۶۵ سلنه کوچنيان دي چي نورو ډير د دوی د پاملرني وړ دي. هغه وايي: «د کډوالو له پاره تر ټولو ستره ستونزده د زده کړو د امکاناتو نه شتون، په ځانگړې توگه د کوچنيانو له پاره چي د څلورم او اووم ټولگۍ ترمنځ دي. دغه کمپ ته نزدې ښوونځي ټول ډک دي او نسي کولای چي د جنوبي سوډان د کډوالو کوچنيانو ته ځای ورکړي.»
«کوچنيان اوس خوشاله دی»
د جنوبي سوډان ډير اوسېدونکي خوشاله ول چي په هيواد که به يې تاوتريخوالی ژر پای ته ورسيږي. خو د معلوماتو له مخي په دغه نوي تاسيس سوي افريقايي هيواد کي کراري نه ښکاري. نړيوالو مرستندويو ټولنو هم خپل ځانونه د يوه لنډ وخت له پاره اماده کړي ول، خو هغسي نه وسول.
د نړيوال ليدلوري له موسيسې څخه اوپوکا وايي چي دوی د شپږو مياشتتو له پاره خوراکي موادو تيار کړي ول او اوس د مرستو د دوام له پاره په کافي اندازه پيسې نه لري.
د کډوالو استازی مابيور دينگ وايي چي په اوگندان کي کوچنيان د هغوی د دوستان په پرتله چي په جنوبي سوډان کي پاته دي خوشاله دي. هغه زیاته کړه ده چي د جنوبي سوډان کوچنيان دلته په اوگندا کي خوندي دي، او دلته خوراکي مواد او د زده کړو امکاناتو ته لاس رسی لري.
د جنوبي سوډان حالاتو ته په کتو سره په دغه هيواد کي د کرارۍ څرک نه ښکاري. د سلوا کير حکومت تر اوسه پوري په دې توانېدلی نه دی چي له خپل رقيب ريک مشار سره د قدرت د وېش پر سر يوې موافقې ته ورسيږي.