1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اوکراين کي اوربند له ماتي سره مخامخ دی

آژانسونه۱۳۹۳ بهمن ۲۸, سه‌شنبه

د اوکراين په ختيځ کي د بېلتون غوښتونکو له خوا يرغلونو او په ديلباتڅيوه ښار کي د ۸ زرو عسکرو محاصره کول، داښيي چي اوربند ته پام نه کیږي او دغه هيواد نور هم په کړکېچ کي ډوبيږي.

https://p.dw.com/p/1EciK
انځور: Reuters/G. Garanich

په اوکراين کي بېلتون غوښتونکو د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د فيبرورۍ ۱۶مه) پر حکومتي ځواکونو د محاصرې کړۍ نوره هم تنگه کړه او تر فشارلاندي ئې راوستلي دي.

د اوکراين حکومت ئې اوس په غبرگون کي ويلي دي چي په داسي حال کي چي اوربند په وراو وار مراعت سوی نه دئ، ځواکونه به ئې د دغه هيواد له جنگي سيمو څخه درې وسلې ونه باسي. اوسنيو شرايطو ته په کتو سره د سولي هغه تړون چي د اورپايي ټولني په منځگړيتوب لاسلیک سو د ماتي په درشل کي دئ.

اروپايي ټولني هڅه وکړه چي پر روسيې او د بېلتون غوښتونکو پر ځينو مشرانو باندي د نوو بنديزونو د اعلانولو په فشار سره د سولي تړون او اوربند ته نورهم د دوی زړه ښه کړي، خوگټه ئې نه ده کړې. مسکو ئې په غبرگون کي اعلان کړی دئ چي دې اقداماتو ته به «سخت غبرگون» وښيي.

د رويترز خبري آژانس د راپور له مخي امريکا متحدو ايالاتو او اروپايي ټولني د اوکراين په ختيځ کي د نوو تحولاتو په اړه چي کيدای سي د اوربند د ماتېدو سبب وگرځي «ژوره» اندېښنه ښوولې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د وياند له خوا په يوه خپره سوې ويناپاڼه کي راغلي دي: «د روسي پلوه بېلتون غوښتونکو له خوا تهاجمي يرغلونه د اوربند له پاره سخت گواښ دئ.» په پلان کي وه چي اوربند دي د يکشنبې له ورځي جاري سي. وياند له روسيې او په اوکراين کي له بېلتون غوښتونکو څخه غوښتي دي چي ژر تر ژره پر اوکرايني ځواکونو باندي خپل يرغلونه بند کړي.

د نه ډاډ وړ شرايطو گواښ

د آلمان صدراعظمي انگيلا ميرکل چي د مينسک د سولي د ترحي مهمه طراح ده په برلين کي له خبريالانو سره په اوکراين کي د «نه ډاډ وړ» شرايطو څخه گواښ وکړ: «ما هر وخت په زغرده ويلي دي چي د شرايطو پېچلتيا ته په کتو سره، زموږ تلاښونو ته هيڅ تضمين نسته او ډېره ستونزمنه لار مو لا په مخکي ده.»

انگيلا ميرکل هم د فرانسې او اوکراين د مشراو په شان په ديلباتڅيوه ښار کي د جگړې په اړه اندېښنه وښودله او ويې ويل چي د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان (OSCE) څارونکي بايد د اوکراين په ختيځ کي جنگي سيمو ته لاس رسی پيدا کړي، څو خپلي ارزوني وکړي.

امريکا هم له روسيې او بېلتون غوښتونکو څخه غوښتي دي چي د دغه سازمان له څارونکي سره مرسته وکړي، څو اوربند رښتنې بڼه غوره کړي. د اورپا د امنيت او همکارۍ سازمان اعلان کړی دئ، چي ياغيان ديلباتڅيوه ښار ته د دوی څارونکو ته د ورتگ اجازه نه ورکوي.

په ديلباتڅيوه کي عمليات

د اوربند له ټينگېدو سره سم ياغيانو اعلان کړی وو، چي د ديلباتڅيوه محاصره ښار مستثنی گڼي او دغه ښار به د سولي له توافق څخه بې برخي وي.

امريکايي چارواکي وايي چي په دغه ښار کي د ياغيانو يرغلونه د روسي پوځ په مستقيمه همکارۍ سره ترسره کيږي. خو روسيه دغه تورونه له اساسه نه مني.

په ديلباتڅيوه ښار کي د اوکراين پوځ نزدې ۸۰۰۰ عسکر د بېلتون غوښتونکو له خوا محاصره سوي دي.

اوس د اوکراين چارواکي او بېلتون غوښتونکي يو پر بل باندي د اوربند ماتولو تور لگوي. د بېلتون غوښتونکو يوه چارواکي ويلي دي چي په تيرو ۲۴ ساعتونو کي اوکرايني ځواکونو ۲۷ واري اوربند مات کړی دئ. خو دولتي چارواکي بيا وايي چي د اوربند له جاري کېدو راهيسي ياغيانو سل واري مات کړی دئ، چي په دغو بريدونو کي پنځه تنه عسکر وژل سوي او ۲۵ نور ټپيان سوي دي.

د اوکراين حکومت او ياغيان يو پر بل باندي د اوربند ماتولو تور لگوي
د اوکراين حکومت او ياغيان يو پر بل باندي د اوربند ماتولو تور لگويانځور: Reuters/B. Ratner