1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اورګاډي کې پټ شوي دوه مهاجر مړه شوي

۱۳۹۵ آذر ۱۴, یکشنبه

پوليسو له يوه اورګاډي څخه چې له ايټاليا څخه اتريش ته په لاره وو، د دوو مهاجرو مړي راښکلي دي، د هغوی دريم ملګری په سخت ټپي حالت کې موندل شوی چې په روغتون کې تر درملنې لاندې دی. د دغو کسانو هويت ندی څرګند شوی.

https://p.dw.com/p/2Ti1z
Migration Südamerika Mexiko
انځور: Gett Images/AFP/A. Estrella

پوليسو له يوه اورګاډي څخه چې ايټاليا څخه اتريش ته په لاره وو، د دوو مهاجرو مړي راوښکلي دي. له هغو څخه دريم کس کلک ټپي دی چې اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دی. ګمان دی چې دغو مهاجرو غوښتل تر څو په اورګاډي کې په پټه ځانونه آلمان ته ورسوي.

د تيرول سيمې پوليسو ويلي دی چې له اورګاډي څخه يې د يوې ښځې او يوه نارينه جسدونه راوښکلي دي. ويل کيږي چې دغو کسانو به په احتمالي توګه غوښتل خپل ځانونه آلمان ته ورسوي. د پوليسو په وينا له قربانيانو سره دريم کس کلک ټپي دی چې اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

پولیس ګمان کوي چې دغو کسانو به په سر لوڅي اورګاډي کې ځانونه پټ کړي وي او د سړې هوا له وجې به مړه شوي وي. تر اوسه مالومه نده چې دا کسان د کوم هيواد اتباع دي.

د پولیسو پر وينا دغو کسانو د اورګاډي تر چالانيدو او حرکت کولو وروسته يوازې شل دقيقې وخت لرود تر څو په کې سپاره شي. د پولیسو يوه وياند وويل: « دا چې هغوي په هغه ځای کې بند پاتې وو، نو مونږ فکر کوو چې ښايي د سړې هوا په نتيجه کې به بې هوشه شوي وي او يا به يې د مخه ژوند له لاسه ورکړي وو».

له بل لوري د هسپانيا سمندري ځواکونو، په يوه تازه اقدام کې په مديترانه سمندرګي کې ۷۲ تنه مهاجر له ډوبيدو څخه ژغورلي دي. دغه کسان په درو جلا جلا قايقونو کې ځاي پر ځای شوي ول چې غوښتل یې اروپايي هيوادونو ته ځانونه ورسوي.

د مهاجرت نړيوالې ادارې تر دې مخکې ويلي وو چې په ۲۰۱۵ کال کې ۳۸۵۰ تنه مهاجر د مديترانې سمندرګي له لارې توانيدلي ول چې خپل ځانونه هسپانيې ته ورسوي. د دغې ادارې پر وينا نور مهاجر بيا د مليليه او سئوتا له لارو خپل ځانونه دغه هيواد ته رسولي دي.

تيرکال د ۱۱۶۰۰ تنو څخه زيات کسان د مديترانې سمندرګې له لارې اروپا د تلو پر وخت اوبو کې د ډوبيدو له امله مړه شوي ول. 

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (16.03.2016):