په انگولا کې د ټاکنو لومړنی پایلې واکمن گوند گټونکی بولي
۱۳۹۱ شهریور ۱۲, یکشنبهاعلان
په انگولا کې د ولسمشر خوزي ایډوارډو، واکمن گوند MPLA د پارلماني ټاکنو د لومړنیو پایلو پر اساس بریا تر لاسه کړې ده. د دغه هیواد د ټاکنو د کمیسیون ویاندې د نیمایي رایو تر شمیرلو وروسته په لواندا کې وئیلي دي چې د MPLA گوند تر اوسه ۷۵ سلنه رایې گټلې دي. زیاته شوې ده چې د دغه هیواد ستر اپوزیسیون UNITA ۱۸ سلنه رایې گټلي دي. د دغه هیواد اپوزیسیون او د رایو د بهیر د څیړولو آزادو څیړونکو پر دغه بهیر نیوکي کړي او ټاکنې ئې غیر منصفانه بللې دي.