1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په انګلستان او فرانسه کي سخت توپانونه

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۲ آبان ۶, دوشنبه

د انګلستان او فرانسې په ځینو سیمو کې سخت توپانونه راغلي دي چې له کبله یې د زرهاوو کورونو بريښنا تللې، او د ډیر شمیر کسانو د سفر پلانونه اخلال شوي دي. دا په تیرو څو کلونو کې په بریتانیا کې تر ټولو سخت توپان دی.

https://p.dw.com/p/1A7Rd
Waves crash against a lighthouse during storms that battered Britain and where a 14-year-old boy was swept away to sea, at Newhaven in South East England October 28, 2013. Britain's strongest storm in a decade battered southern regions on Monday, forcing hundreds of flight cancellations, cutting power lines and disrupting the travel plans of millions of commuters. Police said rescuers were forced to call off a search for the boy late on Sunday due to the pounding waves, whipped up by the rising wind. REUTERS/Luke MacGregor (BRITAIN - Tags: ENVIRONMENT DISASTER)
Sturm in England Deutschland Frankreich 28. Oktober 2013انځور: Reuters

د دغو توپانونو له کبله په بریتانیا کې دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او د زرهاوو کورونو بریښنا قطع شوې ده. که څه هم په فرانسه کې د دغه توپان له کبله لا تر اوسه پوري د مرګ ژوبلې په اړه کوم رپوټ نه دی ورکړل شوی خو په دې هیواد کې یې هم د ډیرو کورونو بریښنا قطع شوې ده.

د انګلستان د کینت ښار په هیور سیمې کې هم د یوې ۱۷ کلنې نجلې د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی دی. د رپوټونو له مخې دغه نجلۍ هغه وخت ټپي شوې ده چې د دوشنبې په ورځ پر هغې باندې د سختو توپانونو له کبله یوه ونه رالوېدلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د انګلستان په وات فورد سیمه کې د یوه بل سړي د وژل کیدو خبر ورکړل شوی دی. ویل شوي دي چې دغه کس د یوې وني په واسطه چې د هغه پر موټر باندې رالویدلې ده وژل شوی دی.

د یکشنبې په ورځ هم د یوه ۱۴ کلن هلک د احتمالي وژل کیدو خبر ورکړل شوی وو. دغه هلک سمندر ته لوېدلی دی چې پولیس یې لا تر اوسه پوري په موندلو نه دي توانیدلي. پولیسو ویلي دي چې د سختو توپانونو له کبله د دغه هلک د ژغورنې عملیاتو درولو ته اړ شوي دي.

د سفر پلانونه اخلال شوي دي

د توپانونو له کبله د لندن هیترو هوایي ډګر خپل شاوخوا ۱۳۰ پروازونه لغو کړي دي. پر الوتنو سربیره له لندن څخه د دغه ښار دوو لویو هوایي ډګرونو ته تلونکي اورګاډي هم درول شوي دي.

په فرانسه کې بیا د شاوخوا۶۵۰۰۰ کورونو بریښنا قطع شوې ده. ویل شوي دي چې په فرانسه کې د بادونو سرعت په یوه ساعت کې ان ۱۳۰ کیلو مترو ته هم رسیدلی دی.