1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په انټرنيټ کي د «اسلامي دولت» ډلي جگړه

ليشتن بيرگ۱۳۹۳ اسفند ۲, شنبه

د کارپوهانو په نظر «اسلامي دولت» ډلي اوس په انټرنټ کي هم جګړه پيل کړې ده. دغه ډله هره ورځ تقريباً ۹۰ زره ږغيز، ويډيويي او ليکل سوي پيغامونه او خبرونه خپروي.

https://p.dw.com/p/1EfSa
انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Mizban

په سوريه او عراق کي د «اسلامي دولت» ډله نه يوازي په جګړه کي د پخوانيو او مخکنيو توندلارو اسلامپالو ډلو څخه توپير لري، بلکي له انټرنټ څخه د کار اخيستنې په ډګر کي هم.

د لندن د کينګس کالج د جګړې د څېړنو څانګي رئيس او کارپوه پېټر بوش وايي چي «اسلامي دولت» پر انټرنټ او په ټولنيزو شبکو کي د خپل پروپاګنډ په مرسته دوې ډلي مخاطبوي، چي يوه يې د دوی ملاتړي دي:

«په دغو کسانو لومړي هغه دي چي پر اسلامي دولت باور لري او ملاتړ يې کوي، يا حتی پر اوږه يې جنګيږي. همدغه خبره دا حقيقت لا روښانه کوي چي اسلامي دولت ولي دومره زيات انځورونه او ويډيوګاني خپروي. يوه وجه يې دا ده چي غواړي خپلو ملاتړو ته لاس ته راوړني او قوت وښيي. خو له بل اړخه د کمزورۍ نخښه هم ده، ولي چي دوی په دغه ډول انځورونو غواړي چي د خپلي ډلې د جنګياليو او ملاتړو مورال قوي وساتي.»

بوش وايي چي اسلامي دولت په خپل پروپاګنډ سره د خپلو ملاتړو څخه دباندي ډلې هم مخاطب کوي. دا چي دغه کومي ډلې دي، د جګړې او د رسنيو کارپوه بوش يې داسي تشريح کوي:

«يوه ډله خو هغه کسان دي چي اسلامي دولت غواړي ځان ته يې جلب کړي. داسي معلوميږي چي له دغي لاري د جلب کار تر يوې اندازې د دوی له پاره بريالی دی. دويمه هغه نوري حريفي ترهګري ډلې دي، لکه د القايدې شبکه چي ورسره مشترک نظر لري خو په سياسي توګه بېل نظر لري.»

هغه زياته کړه: «اسلامي دولت غواړي چي په خپل پروپاګنډ سره دغه ډول حريفي ډلي بې باوره کړي. بله مخاطبه ډله موږ يعني د دوی مخاليفين يو، چي دوی غواړي موږ او زموږ حکومتونه په دغه ډول انځورونو سره هېښ کړي او و غبرګون ښودلو ته مو مجبوره کړي.»

پېټر بوش وايي چي د اسلامي دولت له خوا په خپرېدونکو انځورونو او ويډيووي کي چي څنګه تکان ورکونکي پيښي ښوول کيږي په هغه کي هم د دغې ډلي قصد دی. بوش دغه قصد داسي تعبيروي چي ګواکي اسلامي دولت غواړي په داسي انځورونو سره چي د لوېديځ د ارزښتونو سره په لويه کچه په ټکر کي وي او تکان ورکونکي وي، غواړي لوېدیځ په جګړه کي راښکېلولو ته اړباسي.

د دغه کارپوه په وينا د «اسلامي دولت» ډله په دغه ډول تکان ورکونکو انځورونو سره د لوېديځ پارول غواړي او په دغه کار باندي د ځان تعريف کوي.

کارپوه بوش وايي چي اسلامي دولت د پخوانيو ترهګرو او توندلارو ډلو سره په دې هم توپير لري، چي د دغه ډلې پلويان د انټرنټ او عصري رسنيو په پېر کي رالوی سوي دي او د دغو رسنيو د کارولو وړتيا لري.

د هغه په وينا همدا وجه ده چي د «اسلامي دولت» ډ‌له په دې ډګر کي تر يوې اندازې بريالۍ هم ده.