1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په انقره کې پر سوريايي دکانونو بريد وشو

دیګو کوپولو/ ن.ص۱۳۹۵ مرداد ۲, شنبه

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان، تر ناکامې کودتا وروسته پر په اصطلاح «تصفيوي» اقداماتو لاس پورې کړی دی. څه باندې ۵۰ زره انسانان يا ونيول يا له دندو ګوښه شوي. خو اوس سوريايي کډوال هم له ګواښ سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/1JUil
Türkei syrische Nachbarschaft in Ankara wurde angegriffen
انځور: DW/Diego Cupolo

کله چې معلومه شوه چې د «آي کی پي» په نوم حاکم ګوند په ترکيه کې خپل قدرت ته دوام ورکوي، نو يو شمېر انسانانو د انقرې پر هغې ناحيې يرغل وکړ چې په کې سوريايي کډوال اوسیږي. هلته يې کړکۍ ماتې او د عمومي سړک په اوږدو کې پراته د سوريايانو دکانونه یې لوټ کړل.

يو اغېزمن شوی کس، فيض عابد الکريم له سوريې څخه، وايي: «هغوی داسې پارېدلي ول چې موږ يې مخه نه شوای نيولای.»

د ده د ترکاريو او مېوو په دکان کې ټولې کړکۍ ماتې شوې. الکريم دويچه ويله ته وويل چې «هغوی هڅه کوله موږ هم راوپاروي، څو کوڅو ته ورووځو او ورسره جنګ وکړو. خو موږ په کورونو کې پاته شو او دعا مو وکړه چې دغه شپه دې ژر تېره شي.»

Türkei syrische Nachbarschaft in Ankara wurde angegriffen
ویچاړ شوي دکانونهانځور: DW/Diego Cupolo

د نيمې شپې څخه تر شنه سهاره پورې د «آي کی پي» ګوند تاوتريخجنو پلويانو د انقرې ښار اوندر نومې ناحيې ته مخه کړې وه. دغه ناحيه د کډوالو د مېشتېدنې اصلي سيمه ده. له ناکامې پوځي کودتا وروسته، اردوغان په خپلو پلويانو باندې غږ کړی وو چې د لاریونونو په موخه دې کوڅو ته راووځي.

په ځينو پلويانو باندې د بريا احساس غلبه وکړه چې له کبله يې پر تاوتريخوالي لاس پورې کړ. تقريبا ۲۰۰ انسانانو د سلچوک په نوم د کوڅې په اوږدو کې پر سوريايي دکانونو باندې بريدونه وکړل. لږ تر لږه ۳۰ دکانونه تخريب شول، چې ورپسې پوليسو تاوتريخجن لاريونيان سره ووېشل.

په ترکيه کې تقريبا دوه نيم ميليونه سوريايان ژوند کوي. هغوی تر ډېره له اردوغان څخه منندوی دي چې د سوريې له کورنۍ جګړې وروسته يې ورته پناه ورکړه. خو په اوندر کې تر اخ و ډبونو وروسته اوس ۴۰ زره مېشت شوي خلک په ترکيه کې د خپلې راتلونکې په اړه اندېښنې لري. فيض عابد الکريم زياتوي چې د ترکي دکان لرونکو دکانونه لوټ نه شول. دی اوس د خپل دکان په خرابو کې ولاړ دی.

Türkei syrische Nachbarschaft in Ankara wurde angegriffen
ویچاړ شوي دکانونهانځور: DW/Diego Cupolo

ډېر شمېر سوريايان د اوښتو زيانونو په هکله پوليسو ته راپور نه ورکوي. هغوی خپله د دکانونه بيارغاونې ته ملا تړلې ده. د دې علت دا دی چې هغوی په نيمه قانوني توګه دکانونه چلوي. که له ترکي ګاونډيانو سره يې مشکلات پيدا شي، نو توجه به يو ځل بيا دوی ته واوړي.

د ترکیې د ناکامې کودتا په اړه نور مطالب:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب