1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اندونيزيا کې مشکوک ترهگر ونيول شول

۱۳۸۶ خرداد ۲۱, دوشنبه

اندونيزيايي پوليسو په خپله وينا يو څو تنه مشکوک ترورستان نيولي دي چې د هغو په ډله کې القاعدې پورې تړلی يو تن هم راځي.

https://p.dw.com/p/DKE9
دغه نفر د امريکايانو د ځانگړو ځواکونو د تلاشيو په ترڅ کې د جاوا په ولايت کې نيول شوي
دغه نفر د امريکايانو د ځانگړو ځواکونو د تلاشيو په ترڅ کې د جاوا په ولايت کې نيول شويانځور: DW
د اندونيزيا د ملي پوليسو وياند جنرال سيسنو اديوينوتو د دقيقې شمېرې له ورکړې څخه ډډه وکړه. دغه نفر د اونۍ په پای کې د امريکايانو د ځانگړو ځواکونو د عملياتو او تلاشيو په ترڅ کې د جاوا په ولايت کې نيول شوي وو. ښاغلي اديوينوتو زياته کړه چې «تر يوه زيات خلک د پلټنو په ترڅ کې د جاوا د ټاپو په بېلابېلو ځايونو کې نيول شوي دي.« له دغو کسانو څخه تحقيقات روان دي. جنرال اديوينوتو د يکشنبې په ورځ دا هم وويل چې يو له دغو کسانو څخه محفوظ نوميږي چې ويل کېږي د يو بل ابو دوجانه نومي اورپکي مرستيال دی. ابو دوجانه په افغانستان کې روزل شوی اورپکی دی چې گمان کېږي د يوې نوې توندلارې ډلې مشري کوي.