1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اندونيزيا کي يوه مار يو سړی ژوندی تېر کړی

۱۳۹۶ فروردین ۹, چهارشنبه

پايتون نومي مار په پټي کې یو حاصل ټولونکی له موزو سره تیر کړی دی. ویل کیږي چې دغه غټ مار تر څلورو مترو اوږد وو. د مار تر وژلو وروسته دغه کس د مار له خیټې راایستل شوی دی.

https://p.dw.com/p/2aFWD
Python Symbobild
انځور: Getty Images/AFP/A. Momani

د پولیسو د یوه ویاند د معلوماتو له مخې ۲۶ کلن سړی، د مار له خیټي مړ راایستل شوی دی. د دغه کس جامې په تن وې او پلاستیکي موزې یې هم پر پښو وې. داسي شک کیږي چې دغه کس چې د خرما ونو په باغ کې وو، د شا له لوري پرې مار حمله کړې، بیا یې زندۍ کړی او په پای کې یې تیر کړی دی.

د اندونیزیا په سلاویسي نومې ټاپو کې دغه کس د یکشنبې له ورځې راهیسې ورک وو، ځکه چې له کاره بیرته کور ته نه وو راستون شوی. خو د پولیسو لټون هیڅ گټه و نه کړه. د دوشنبې په ورځ د خورما ونو باغ ته څیرمه د کلي اوسیدونکو یو پایتون ولید، چې ډیر عادي برېښېد او پر زمکه پروت وو. دغه مار ووژل شول او خیټه یې وڅیرل شوه. د مار په خیټه کې لادرکه شوی کارگر پروت وو. دغه صحنه په گرځنده تلیفون هم عکاسي شوې ده.

په اصل کې پایتون خپل ښکار په زهرو نه وژني، بلکې هغه زندۍ کوي. دا چې انسانان دي تیر کړي ډیري لږ داسې پیښې رامنځ ته کیږي. خو د کارپوهانو د معلوماتو له مخې دا امکان لري چې دغه مار لاندي دوه داسې انعطاف مننونکي ژامې لري چې له پاسنۍ څخه جلا شي. په دې ډول دغه ماران کولای شي غټ ژوندي شیان هم تیر کړي.

دغه ډول ماران چې مشبک تايپون (Malayopython reticulatus) نومیږي د سویلې آسیا په گرمسیرو سیمو کې موندل کیږي چې آن تر شپږو مترو پورې اوږدوالی هم لري. مشبک تايپون په نړۍ کې تر ټولو ستر مار گڼل کیږي. په اصل کې دغه ډول ماران کفترې او نور کوچني حیوانات لکه مږې خوري. خو دغه ډول ماران بيزوگاني او ځنگلي خنځیر خوري.

نور مطالب: