په اندونيزيا کي د اور سره د ماشومانو لوبه
د اندونيزيا په جاوا ټاپو کي ماشومان او ځوانان د اور په غونډاري لوبي کوي. پام چي بېله تجربې او په بند ځايونو کي د دغې لوبي هڅه وژونکې ثابتېدلای سي! دغه لوبه صرف پر وچو ډاګونو کيږي. انځوريز راپور يې دلته وګورئ:
توپ نه دی اور دی
دغه توپ چي د اور لمبې پر بلې دي، د عام توپ په څېر له څمړې څخه نه دی جوړ سوی، بلکه دغه د کوپړا غونډاری دی چي تر ټولو لومړي د خاشو پوست ته يې اور اچول سوی دی.
د ښوونځي له ليليې څخه دباندي
دغه لوبه پخوا يوازي په هغو ښوونځيو يا مکاتبو کي د زده کوونکو له خوا کېدله، چي ليليې به يې درلودې. خو اوس دغه لوبه عامه سوې ده.
هېډبال منع دی
دغه غونډاری چي ورباندی د اور لمبې راګرځي، يوازي يې په پښه د وهلو او تر ګول پوري رسولو اجازه سته. په دغه لوبه کي هېډبال يا په سر باندي د غونډاري وهل منع دي، ولي چي هېډبال خطرناک او د ماشومانو يا نورو لوبه کوونکو د وژل کېدنې سبب ګرځېدلای سي.
د «اور غونډاری» څنګه جوړيږي؟
په لومړي سر کي د کوپړا غونډاری څو ورځي پرله پسې په تيل خاک کي ايښودل کيږي چي هغه تيل خاک جذب کړي او وپړسيږي. د هغه وروسته بيا دغه غونډاري ته اور اچول کيږي.
په لڅو پښو
په لوبه کي دوې لوبډلې برخه اخلي چي هره يوه يې ۵ لوبغاړي لري. داسي کومه قاعده نسته چي لوبغاړي بايد بوټونه په پښو کړي. اکثر وخت هلکان په لوڅو پښو دغه لوبه کوي. بوټونه د دې اندېښنې له کبله هم نه اغوستل کيږي چي ونه سوځي. دغه لوبه پر وچو ډاګونو کيږي تر څو ونې يا د بندو ځايونو سامان اور وانخلي. د دې تر څنګ بيا هم د دغې لوبي له کبله د لوبغاړو کالي اور اخيستلای سي.
د ۱۴ او ۶۰ دقيقو تر منځ
په داسي حال کي چي په عام فټبال کي لوبه دوې ۴۵ دقيقه يي برخي لري، د اور دغونډاري دغه لوبه ۷ يا ۱۰ دقيقه يي دوې دوې برخي لري. په بعضو لويو سياليو کي د دوه واري ۳۰ دقيقو لوبي هم تر سره کیږي.
ښځينه لوبغاړي
دغه لوبه اوس و مرکز جکارتا ته هم رسېدلې ده. په زياته د روژې په مياشت کي مېرمني هم په دغه لوبه کي ونډه اخلي. !! پام چي دغه لوبه د اور لګېدنې، د جامو د اور اخيستلو يا د شاوخوا ولاړ موټرو يا ورته څيزونو د اور اخيستنې او په دې توګه د ځاني او مالي تاوان سبب ګرځېدلای سي. دغه لوبه تجربه او د لوبي ځای په توګه وچ ډاګ ته اړتيا لري. !!