1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امریکا کې د روغتیا په برخه کې د اصلاحاتو پر سر خبرې روانې دي

۱۳۹۱ فروردین ۹, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/14TDv

د امریکا د متحده ایالاتو په ستره محکمه کې به نن د دریمې ورځې له پاره د روغتیا په برخه کې د ولسمشر اوباما د اصلاحاتو په اړه خبرې اترې وشي.

د روغتیا په برخه کې د دې قانون له مخې ټول امریکايي وگړي مکلف دي چې باید روغتیايي بیمه ولري خو اپوزیسیون پر دې موضوع کلکې نیوکې کړې دي.

د روغتیا دا اصلاحات د اوباما د ریاست جمهوري د دورې مهمه پروژه بلل کیږي.