په امریکا کی د یوه سړي اعدامیدو زیات شمیر کسان په قهر کړي دي
۱۳۹۱ تیر ۲۲, پنجشنبهاعلان
د امریکا په متحده ایالاتو کې د یوه ۵۲ کلن تور پوستي امریکایي اعدامیدو زیات شمیر خلک په قهر کړي دي. دا په داسې حال کې چې دغه ۵۲ کلن وگړی ۷۰ سلنه روحي ناروغ ثابت سوی وو. هغه په ۱۹۹۱ کال کې په محبس کې د یوه بل بندي د وژلو له امله په اعدام محکوم سوی وو. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د اساسي قانون له مخې د روحي ناروغانو اعدامول منع اعلان سوي دي.