په امریکا کي هر لسم اعدامېدونکی يو عسکر وي
۱۳۹۴ آبان ۱۹, سهشنبهد سه شنبې په ورځ (د نوامبر ۱۱مه نېټه) په امریکا کي د جنګي تجربه لرونکو پخواني عسکرو د رواني ناروغيو د شمېرو په تړاو يو نوی راپور خپور سو. دغه راپور د DPIC يا د «اعدامونو د سزا د معلوماتو مرکز» له خوا خپور سوی دی.
د راپور له مخي په امريکا کي په د اعدامېدونکو مجرمانو کي هر لسم کس د جنګ تجربه لرونکی عسکر وي. د دغه راپور په حواله د دغو هېښونکو شمېرو سره سره بيا هم کله چي امريکايي محکمې د جنګي شاليد لرونکو کسانو په تړاو فيصله کوي، نو يې عسکري شاليد او په دې ترڅ کي رواني حالت ته ډېره کمه پاملرنه کوي.
په روان ۲۰۱۵م کال کي د امريکا په جيورجيا ايالت کي د انډريو برېنن په نوم يو پخوانی جنګي عسکر اعدام سو. نوموړی يو له هغو په زرونو جنګي عسکرو څخه وو، چي د جګړې پر وخت يې عصبي ناروغي پيدا کړې وي او تر جګړې وروسته په خپل هيواد کي په قتل لاس پوري کوي.
د وېټنام عسکر برېنن پوليس وواژه
انډريو برېنن د ۱۹۹۸م کال د جنورۍ پر ۱۲مه نېټه هغه وخت ترافيکو راوګرځاوه، چي موټر ئې ډېر گړندي ځعلاوه. دغه پېښه د ترافيکي پوليس د موټر په ويډيويي کمره کي ثبت سوې ده.
کله چي برېنن له خپل موټر څخه راوځي نو يو ډول نڅا کوي چي مقصد يې د پوليس عصباني کول وي. له دغي نڅا څخه لا د برېنن غېر عادي رواني حالت څرګنديږي. برېنن د پوليس اوامرو ته مثبت جواب نه ورکوي، بلکي په لوړ ږغ رد و بد ورته وايي. برېنن وايي:«زه د وېټنام د جګړې عسکر يم.»
برېنن خپل موټر ته ننوزي او له هغه ځای څخه پر پوليسو فايرونه کوي. د ډزو په تبادله کي برېنن ژوبل او ترافيک وژل کيږي. برېنن پر ترافيکي پوليس ۹ مرمۍ و اورولې او هغه ئې وواژه. دغه ټوله صحنه په ويډيويي کېمره کي ثبت سوېده او اوس د ترافيکو د پوليسو په مسلکي روزنه کي د درس پر وخت ورڅخه کار اخيستل کيږي.
د برېنن وکيل پوره هڅه وکړه چي په دغه پېښه کي دا حقيقت په محکمې ومني چي برېنن د وېټنام په جګړه کي رواني ناروغ سوی. محکمې پر برېنن د اعدام حکم وکړ چي په ۲۰۱۵م کال عملي سو.
۷ سلنه امریکايان جنګي تجربه لرونکي پخواني عسکر دي
آرټ کوډي وايي چي «د امريکا د نفوس تر ۷ سلني کمه برخه جنګي تجربه لرونکي عسکر دي او زياتره وخت قاضيان، د منصفه هېئت غړي او حتی مدافع وکيلان د اړينو نظامي معلوماتو او تجربې څخه بې برخي وي.» کوډي په نيويارک کي د «دفاعي سازمان» د هغې څانګي رئيس دی چي د جنګي تجربه لرونکو عسکرو حقوقي څارنه کوي او هغوی ته حقوقي مشورې ورکوي.
د کوډي په وينا کله چي يو محکمه د جنګي تجربه لرونکي کوم پخواني عسکر پر جرم فيصله کوي، نو زیاتره وخت دا په پام کي نه نيول کيږي «چي د دغه جرم په تر سره کولو کي د دغه پخواني عسکر پخوانۍ جنګي تجربې او رواني اغېزو يې څومره ونډه لرله.»
په امریکا کي د اعدام سزا له محکوم سوو کسانو څخه ۳۰۰ يې داسي پخواني عسکر دي، چي جنګي تجربه لري او اوس د اعدام د سزا د پلي کېدني انتظار باسي.
رابرټ فيشر د وېټنام جګړې يو بل تجربه لرونکی پخوانی امريکايي عسکر وو، چي خپل د ژوند ملګرې يې ووژله. فيشر په ۱۹۶۷م مېلادي کال کي د زياتو زخمونو له کبله د هغه وخت د ولسمشر لينډن جانسن څخه د «ګلابي زړه» مډال تر لاسه کړ. خو په جګړه کي د رواني تکليف پيدا کېدو له کبله هغه ۱۳ کاله وروسته خپله ماينه ووژله.
افغانستان او عراق ۳۰۰ زره امریکايي عسکر ناروغه کړي
دDPIC د راپور له مخي تر ۸۰۰ زرو زيات داسي امریکايي پخواني عسکر سته، چي په وېټنام کي د جګړې له کبله روحي ناروغه سوي دي. د عصابو د ژوبلېدو دغي ناروغۍ ته Post Traumatic Stress Disorder يا PTSD ويل کيږي.
د دغه راپور له مخي د افغانستان او عراق جګړې تر ۳۰۰ زرو زيات امريکايي عسکر په روحي توګه ژوبل کړي او په دې توګه په رواني توګه ناروغه کړي دي.