په امریکا کي د سعودي عربستان سفير د وژلو دسيسه شنډه سوې
۱۳۹۰ مهر ۲۰, چهارشنبه« نن د عدليي ډيپارتمنت د هغو دوو کسانو جرمونه اعلانوي، چي ښايي غوښتل يې د وژلو يو پلان عملي کړي. دغه پلان د ايران د دولت د ځينو فرقو له خوا هدايت کيدی، چي غوښتل يي په امريکا کي د يوه بهرني هيواد سفير ووژني.»
ايرک زياته کړې، چي د تحقيقاتو له مخي د پلان عاملينو غوښتل يوه چاودنه وکړي، هغه زياته کړه، چي په دې اړه يې يو تن شکمن ايرانی نيولي، چي امريکايي پاسپورت لري، هغه پرون څارنوالي ته معرفي سوی، او يو بل ايراني چي په دې دسيسه کي په لاس لرلو تورن دی فراري دی.
ويل سوي، چي دغه فراري تن د ايران د « القدس » نومي انقلابي ګارد غړی دی.
د اوباما ادارې پر ايران د نورو بنديزونو لپاره خپلي دروازي خلاصي پرانيستي، خو يو څېړونکی وايي چي واشنګټن به د ايران پر ضد بنديزونو باندي دومره تأکيد ونه کړي، چي روسيه او چين د ځانه بېګانه کړي.
د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري، هيله څرګنده کړې چي واشنګټن به د ايران پر ضد د نورو ګامونو د پورته کولو لپاره هلي ځلي پيل کړي. د ايران پر ضد د ملګرو ملتونو د امنيت شورا تردې دمخه هم د اټومي سلاوو په خاطر بنديزونه لګولي دي.
هيلري کلنټن ويلي: « موږ به په ټولو هيوادونو کي د خپلو ملګرو او شريکانو سره په دې اړه سلا مشورې وکړو، چي څنګه کولای سو چي يو داسي سخت پيغام وليږو، چي دغ ډول کړنو ته چي نړيوال قوانين تر پښو لاندي کوي د پای ټکس کښېښودل سي.»
د ملګرو ملتونو پر بنديزونو سربيره، واشنګټن د ايراني چارواکو پر ضد د تروريزم څخه د ممکنه ملاتړ، د بشري حقونو څخه سرغړونه او په سوريه کي د لاريون کوونکو پرضد د سوريي د رژيم سره مرستي کولو په تور يو طرفه بنديزونه لګولي.
د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت د ايران په اړه يوه څېړونکې، سوزان ميلوني وايي، داسي تمه کيږي چي واشنګټن به په احتياط او په تدريجي ډول د نوو بنديزونو د لگولو فشار ډير کړي.
اژانسونه/ سيدرياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل