په امریکا کي د بودجې پر سر جوړجاړی سوی دی
۱۳۹۱ دی ۱۲, سهشنبهاعلان
داسي معلومیږي چي د امريکا په متحده ايالاتو کي د ديموکراتانو او جمهوري غوښتونکو تر منځ د بودجې د شخړي پر سر یووالی رامنځته سوی وي. د امريکا متحده ايالاتو سنا د بودجې پر سر روغه جوړه د اروپا پر وخت د سه شنبې په ورځ وکړه. د سپيني ماڼۍ او جمهوري غوښتونکو تر منځ دغه یووالی په دې ډول دی چي د امریکايي شتمنو اتباعو مالیه به لوړیږي او د مصارفو کمیدل به د دوو میاشتو له پاره ځنډیږي. په سنا کي دغه سازش په ۸۹ موافقو او ۹ مخالفو رایو سره تصویب سو. د نمایندګانو په مجلس کي بیا کیدای سي د دواړو خواوو رايی مساوي او یا لږ تفاوت سره ولري.