1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امریکا کي دوه افغان پوځيان لادرکه شوي

۱۳۹۴ آذر ۱۹, پنجشنبه

په امريکا کي په دوو افغان پوځيانو پسې هغه وخت لټون پيل شو چي له قرارگاه لادرکه شوي دي. دغه افغانان د پوځي زده کړو له پاره د امريکا جورجیا ایالت ته لېږل شوي دي. اندېښنه دا ده چي دغه دوه کسان کوم خطر پېښ نه کړي.

https://p.dw.com/p/1HLHb
انځور: Getty Images

د دغو دوو افغانانو تر لادرکه کېدو وروسته، د سيمو اوسېدونکو اندېښنه ښوولې ده چې کوم خطر پېښ نه کړي. خو سیمه ایز او پوځي چارواکي ټینگار لري چې دغه دوه تنه چې د امريکا د پوځ له خوا روزل کیدل او نومونه يې نه دي بربڼد شوي، عامو خلکو ته دې کوم خطر نه پیدا کوي.

دا چې دغو دوو کسانو په څه سبب په والدوستا کې د «مودي» په نوم هوايي اډې څخه وتلي دي، تر اوسه پوري لا معلومه نه ده.

د «لوندیس کاونتري» امنیتي چارو له دفتر څخه بریدمن «سترید جانز» وویل: «ځينو ښاريانو موږ ته تیلفونونه کړي او خپله اندېښنه ئې راسره شریکه کړې ده، ځکه په نړۍ کې نن سبا هرڅه پیښيږي.» هغه زیاته کړه. «خو موږ ته ویل شوي دي چې مطلقاً د هغوی له خوا عامه خلکو ته هیڅ خطر نه شته.»

د متحدو ایالاتو د هوايي ځواک د یوه ویاند له خوا په خپره شوې وينا پاڼه کې ويل شوي دي چې د هوايي ځواک دغه دوه افغان محصلین د دوشنبې په ورځ خپلي قرارگاه ته بيرته نه دي ستانه شوي. دوی دواړو د حفظ او مراقبت په څانگه کې زده کړي کولې. دغه افغان پوځيان له هغو بهرنیو پوځي محصلانو سره يو ځای زول کېده چې د ۸۱ ډوله جنگي الوتکي په ټولگې کې زده کړي کوي.

د پوځي معلوماتو له مخې دغو دوو افغانانو د ۲۰۱۵م کال له فبرورۍ میاشتي راهيسي هلته زدکړې کولې او مخکې له دې چې هغوی امریکا متحدو ایالاتو ته ورسیږي، تر یوې دقیقي پلټني او چاڼ تیر شوي او هیڅ ډول شک پر هغوی نه کيږي.

جانز، وویل چې ځیني خلک ډیره سخته اندېښنه لري، ځکه تیره اونۍ د کليفورنيا په «سان برناردینو» کې یوې ښځي او د هغې مېړه په ډزو سره ۱۴ تنه په یوه محفل کې ووژل. د دغې پیښې په هکله اوس د یو تروریستي عمل په توگه پلټنه روانه ده.

د جورجیا د پلټني د دفتر مامور سکات دیوتن، وویل چې د هغه اداره د دغو دوو افغانانو د لادرک کیدو څخه خبره ده: «خو هغه څه چې موږ ته ویل شوي دي، هغه دا دي چې له هغوی څخه عامه مصونیت ته کوم خطر نه شته. هغوی (د متحدو ایالاتو پوځ) غواړي چې دغه دوه کسان بیرته پیدا کړي.»

د ۲۰۱۵م کال په جنوري مياشت کې یو بل افغان پوځي چې په «مسیچوسیتس» کې په پوځي روزنو بوخت وو او د یوي لنډې مودې له پاره لادرکه شوو، په امریکا کې د سیاسي پناه غوښتنه وکړه او پناه یې هم ومنل شوه.

دغه پوځي له هغو درو تنو افغانانو څخه وو چې په ۲۰۱۴م کال کې له خپلو پوځي زده کړو څخه تښتېدلي ول او د کاناډا سرحد ته نژدې نیویارک ایالت کې ئې ځانونه چارواکو ته تسلیم کړل. پولیس یوه څه موده د هغوی په لټه کې ول.