1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امريکا کې يوه وسله واله ډله نیول شوي ده

۱۳۹۴ بهمن ۷, چهارشنبه

د امریکا د اوریګن ایالت پولیسو د یوې وسله والي ډلي مشر او د هغه څو تنه ملګري چې د وحشي حیواناتو د ساتلو یوه سیمه یې نیولې وه، نیولي دي. پولیسو ویلي دي چې له فدرالي پولیسو (FBI) سره په نښته کې یو تن وژل شوی هم دی.

https://p.dw.com/p/1Hke7
انځور: picture-alliance/AP Photo/D. Killen

د چارواکو په خبره د دغو کسانو د نیولو پر مهال ډزې هم شوې دي. دې ډلې له درو اوونیو راهیسې د وحشي حیواناتو د ساتلو دغه سیمه نیولې وه.

د پولیسو او وسلوالې ډلې تر منځ نښته د یوې لویې لارې په سر وشوه چې په ترڅ کې یې له وسلوالو څخه یو تن ووژل او بل یې ټپي شو. ټپي کس په روغتون کې تر لومړۍ درملني وروسته بیرته رخصت شوی دی. پولیسو د دغې ډلې مشر آمون بانډ، د هغه ورور راین، او د هغوی درې تنه ملګري له ۳۹۵ شمیره لويې لاري نیولې دي.

آمون بوندای

د امریکا متحدو ایالاتو فدرالي پولیس یا (FBI) وایي چې دوه نور کسان د پیښې سیمي ته څیرمه په یوه ښارګوټي کې نیول شوي دي. یو بل کس بیا د اریزونا ایالت پولیسو ته ځان پخپله تسلیم کړی دی.

پر نیول شويو کسانو باندي تور لګول شوی دی چې «غوښتل یې په زور او تشدت سره سیمي ته د چارواکو د ورتلو مخنیوی وکړي».

د بوندای په ډله کې د اریزونا او میشیګن په څیر لیرو پرتو ایالتونو اوسیدونکي هم شامل دي. دغې ډلې د جنوري میاشتې له دوهمي نېټې راهیسې د «ملهور وحشي حیواناتو د ساتنې پر ملي پارک» باندي ولکه کړې وه. هغوی دغه سیمه د امریکا متحدو ایالاتو په لویدیځ کې د ځمکې پر سر د لانجو په ترڅ کې نیولې وه.

د نیول شوي وسله والي ډلي مشر بونډای، د نیوادا ایالت د اوسیدونکي کلیوان بوندای زوی دی. د هغه پلار هم په ۲۰۱۴م کال کې د امریکا متحدو ایالتو له حکومت سره د څړځایونو پر سر په یوه شخړه کې ښکیل وو.

د سه شنبې په ورځ په اوریګن ایالت کې د دغې شخړي له کبله څه باندي اتیا کیلومتره سیمه تړل شوې وه.

ځایي رسنیو خبر ورکړی دی چې د بوندای ډلي د نیول کیدو پر وخت سیمې ته نژدې د بورنس ښارګوټي روغتون هم په موقتي توګه تړل شوی وو.