په امريکا کي پر يوې کليسا يرغل ۹ کسان وژلي
۱۳۹۴ خرداد ۲۸, پنجشنبه
د امريکا د جنوبي کارولينا ايالت دغه خونړۍ يرغل په چارلستون کي د تورپوستانو د ټولني پر يوې کليسا باندي سوی دئ. د ځايي پوليسو مشر گريگوري مولن خبريالانو ته ويلي دي چي دوی په کليسا کي ۸ جسدونه موندلي. دوه نفره ټپيان روغتون ته انتقال سوي چي يو له هغو څخه په روغتون کي د سختو ټپيو له کبله سا ورکړې ده.
مولن ويلي دي چي دغه کرغېړن عمل کيدای سي توکميزه انگېزه ولري. د چارلستون ښاروال جوزيف رايلي هم دغه شان څرگندوني کړي دي: «دا چي يو نفر کليسا ته ننوزي او خلک وژني، بې له نفرته بله څه نه دي.» په وژل سوو کسانو کي د کليسا کشيش هم شامل دئ.
د عيني شاهدانو په حوال د چهارشنبې په ماښام د عباد پر مهال دغي کليسا ته يو وسله وال ورننوتی او سمدلاسه ئې پر عبادت کوونکو باندي فيرونه وکړل.
ويل کيږي چي پوليسو سيمه کلابنده کړې او په قاتل پسې لټون روان دئ. ويل کيږي چي دغه کس چي پر کليسا باندي ئې يرغل کړی، نزدې ۲۱ کلن به وي او د سر وېښتان ئې خريلي ول.
له دغي پيښي سره سم د يوه نامعلوم کس له خوا داسي تليفونونه هم سوي دي چي پکښې په سيمه کي د يوه بم له خطر څخه خبرادری ورکړی.
دغه کليسا ته چي ډېر تاريخي ارزښت ئې موندلی په ۱۸۹۱م کال کي جوړه سوې او په سيمه کي د تور پوستانو يوه ستره ټولنه بلل کيږي.