په امريکا کي ولسمشرۍ ټاکني رواني دي
۱۳۹۱ آبان ۱۶, سهشنبهد امريکا اوسني ولسمشر بارک اوباما او په ټاکنو کي د هغه سيال ميت رامني د دوشنبې په ماښام خپل وروستي پيغامونه رای ورکوونکو ته ورسول. نن (۲۰۱۲ کال د نومبر۶) د امريکا ۱۲۰ ميليونه رای ورکوونکي خپل راتلونکی جمهور رئيس ټاکي.
وروستۍ نظر پوښتني ښيي چي دواړه کانديدان تقريباً مساوي پلويان لري. ويل کيږي چي اوباما په ځينو ايالتونو کي، لکه اوهايو تر خپل رقيب مخکي دئ.
د دغه هيواد د ۲۰۱۲ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړۍ رايي د نيوهمپشاير ايالت په کوچني ښار ديکسويل نوچ کي صندوقونو ته ور ولوېدې.
په دغه ځای کي دواړو کانديدانو بارک اوباما او ميت رامني هر يوه پينځه رايي وگټلې.
دغه سنتی رای ورکونه چي د سراسري رای ورکولو دمخه پيل سوه، د امريکا په تاريخ کي لومړی وار دئ، چي مساوي پايلي لري. دا د دې څرگنډويي کوي، چي دواړه کانديدان په ټاکنو کي اوږه په اوږه روان دي.
د اوباما او رامني د ټاکنو پايلي کيدای سي د ۲۰۰۰ کال ټاکنو ته ورته وي، چي هغه مهال د جورج ډبليو بوش او ال گور تر منځ وې او دواړو کانديدانو مساوي رايي وړي وې، چي وروسته بيا د ټاکنو د پايلو په اړه د دغه هيواد ستري محکمې پريکړه وکړه.
دواړو کانديدانو په ټاکنو کي د احتمالي ستونزو د څېړلو له پاره د حقوقپوهانو ډلي په کار گومارلي دي.
Afp/dpa/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش