1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امريکا کي د وسلو د اجازې بندولو په اړه بحث

۱۳۹۱ آذر ۳۰, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/1768G

د امريکامتحده ايالاتو جمهوررئيس بارک اوباما د کینیټیکت ایالت په یوه مکتب کښي تر وژونکي حملې وروسته د وسلو درلودلو د حق په اړه د عاجلو اصلاحاتو د راوستلو کوښښ کوي. اوباما وویل چي په جنورۍ کښي به لا د هغه مرستيال جو بایدن د وسلو د ښه کنټرول په خاطر پيشنهادونه وړاندي کړي. ده وویل چي د اتوماتیکو وسلو او په نندارتونو کښي د وسلو پر خرڅلاو باندي باید جدي کنټرول وسي. په عین حال کښي اوباما پر کانګرس باندي ږغ وکړ، چي دغه موضوع په راتلونکي کال کښي ژر تر ژره په خپله اجنډا کښي شامله کړي. جمهوررئيس وویل چي د نیوټون د مکتب خونړۍ پيښه باید امريکايان راویښ کړي. خو اوباما نه غواړي په اساسي قانون کښي د وسلو درلودلو له درج سوي حق سره غرض ولري. د نویټون مکتب په وژونکې پيښه کښي ۲۷ کسان ووژل سول، چي۲۰ یې شاګردان او ۷ نور یې د قاتل په شمول د مکتب منسوبین وه.