1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امريکا کي د اقتصادي رکود پر ضد مبارزه

۱۳۸۷ آذر ۲۷, چهارشنبه

د امريکا دمتحده ايالتونو مرکزي بانک FED په دغه هيواد کي دلارښونکي ربحي کچه دومره راټيټه کړې چي په دغه هيواد کي معاملاتي بانکونه عملاً کولای سي د مرکزي بانک څخه پورونه واخلي

https://p.dw.com/p/GHub
نيويارک
نيويارکانځور: AP

د امريکا دمتحده ايالتونو مرکزي بانک FED په دغه هيواد کي دلارښونکي ربحي کچه دومره راټيټه کړې چي په دغه هيواد کي معاملاتي بانکونه عملاً کولای سي په اصطلا پرته دربحي د ورکولو څخه ددغه هیواد دمرکزي بانک څخه پورونه واخلي. شاخص ، پايه يا لارښونکي ربحه چي په انګریزي کي baserate بلل کيږي، هغه ربحه ده ، چي د هر هيواد مرکزي بانک ددغي ربحي دکچي په ټاکلو سره د يوه هیواد پولي سیاست تنظیموي.

که ددغي ر بحي کچه لوړه وي نو معاملاتي بانکونه لږ پورونه عرضه کولای شي او برعکس که مرکزي بانک دپايه يا لارښونکي ربحي کچه راټیټه کړي نو نور بانکونه کولای سي په ارزانه بيه پورونه ورکړي.د امریکا دمتحده ایالتونو مرکزي بانک FEd د لارښونکي ربحي کچه په سلو کي تر صفر او 0,25 پوري راښکته کړي چي ددغه هیواده دمرکزي بانک په سل کلن تاريخ کي بیخي بيساری بلل کیږي.

څنګه چي د امريکا دمتحده ایالتونو دمرکزي بانک په يوه اعلاميه کي ويل سوي دي،دا کار ددې دپاره شوی چي بايدپه دغه هیواد کي د ټولو ممکنه وسايلو په پکاراچولو سره هڅه وشي چي په دغه هیواد کي اقتصاد وده وکړي او دکالیو او خدماتو په بيو کي ثبات او استقرار راسي.

دا چي د امریکا دمتحده ایالتونو مرکزي بانک په دغه هیواد کي د لارښونکي ربحي کچه تر 0,25 پوري راښکته کړي، د ډیرو اقتصادي کار پوهانو دپاره هم د اريانتيا وړ پریکړه وه. ددغه هیواد د CNN تلويزيون اقتصادي مبصر وايي:« د امریکا دمتحده ايالتونو دمرکزي بانک دغه پریکړه چي په دغه هیواد کي دي د لارښونکي ربحي کچه تر صفر او 0,25 پوري ښکته راشي، يوه غيري عادي پریکړه بلل کيدای شي.»

د امریکا د متحده ایالتونو د مرکزي بانک دغه پر یکړه دامانا لري چي دغه بانک خپل دپولي سياست دمهمي وسيلې څخه تر وروستي حده کار اخيستی. خو دCNN تلويزيون اقتصادي مبصر وايي، چي په غيري عادي حالاتوکي دغير عادي وسايلو څخه کار اخيستل کیږي.«دا چي د امريکاد متحده ايالتونو مرکزي بانک ولي د غه پرېکړه کړې، پخپله ددوی استدلال دادی چي په هیواد کي د روان اقتصادي رکود سره دمبارزې دپاره بايد دټولو ممکنه وسايلو څخه کا رواخيستل سي.

هره اونۍ سړی ويني چي دامریکا په متحده ایالتونووکي هم وګړي لږ خريد کوي هم دپانګي اچول کم سوي او هم دتوليد کچه ډیره راښکته شوې. دکار په بازار کي وضع ورځ په ورځ خرابيږي. يوازي دنومبر په مياشت کی 533000 کاریګر وزګاره شوي.

دامریکا دمتحده ايالتونو تاکل شوی ولسمشر بارک اوباما دمرکزي بانک دپریکړي په اړ ه وايي:«داقتصادي رکود سره دمبارزې دپاره زموږ آخرنۍ وسيله هم تمامیږي.