1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امريکا کي د افغانستان سفر له دندي گوښه سوی

۱۳۸۹ شهریور ۱۱, پنجشنبه

پر جواد باندي تور دی چي د روژې په مياشت کي يې په واشنگټن کي د افغانستان د سفارت په ودانۍ کي د «عيش او نوش» پارټۍ جوړه کړې ده.

https://p.dw.com/p/P2Lg
د پارټۍ په انځورونو کي ښځي د الکهلو د څښلو په حال کي ښکاري
د پارټۍ په انځورونو کي ښځي د الکهلو د څښلو په حال کي ښکاريانځور: Embassy of Afghanistan in Washington DC

د امريکا په متحده ايالاتو کي د افغانستان سفير، سيد جواد پرون وويل چي، هغه ته ويل سوي دي چي، د خپلي دندي څخه لاس واخلي.

جواد 7 کاله په واشنګتن کي د افغانستان د سفارت چاري په غاړه درلودې.

د امريکايي تلويزيون سي ان ان سره په مرکه کي جواد وويل: که څه هم تر يوې اوږدي مودي خدمت وروسته دا عادي خبره ده چي دی له خپل مقام څخه ګوښه کيږي، خو په نا څاپي توګه د دغه تصميم لامل ښايي يو « ناوړه کمپاين وي».

د افغانستان سفير يادونه وکړه چي هغه ته تر اوسه پوري هيڅ کومه څرګندونه نه ده سوي چي ولي له خپلي دندي څخه د سپتمبر پر 22 نيټه لاس واخلي.

جواد په هغه يوې وينا کي چي په واشنګتن کي د افغانستان د سفارت په ويب پاڼه کي خپره سوې ده ويلي دي: « په وياړ سره ويلای سم چي، په 7 کلونو ماموريت سره د افغانستان او امريکا د متحده ايالاتو د ولسونو تر منځ د ملګرتيا په لا ټينګولو کي مي ستر خدمت کړی دی او دا زما لپاره يوه نه هيرودونکي تجربه وه».

د افغانستان سفير د سي ان ان سره په مرکه کي هغه تورونه رد کړل چي ګواکي هغه د روژې په مياشت کي په واشنګټن کي د افغانستان د سفارت په وداني کي د «عيش او نوش» کومه پارټۍ جوړه کړې ده.

د يوې داسي پارټي عکسونه اخستل سوي او خپاره سوي دي چي په هغو کي ښځي ښکاري چي بې لستوڼو کالي يې په ځانونو او يا د افغانستان له کلتوري ارزښتونو سره سمون نه لري او سر بيرپردې د پارټۍ برخه وال د الکهلو د څښلو په حال کي ليدل کيږي.

جواد وويل: « دا ټول جعلي او په لاس جوړ سوي انځورنه دي.»

هغه وويل چي دی په دغه وخت کي اصلاً په واشنګټن کي نه ؤ، برازيل او کولمبيا ته په سفر تللي ؤ.

جاود ويلي دي چي د نوموړي پر ضد د حکومت د «فرصت طلبو افرادو او هم د حکومت څخه بهرد افراطينو» له خوا دسيسه جوړه سوي ده.

هغه زياته کړه: دغو افرادو د هغه پر ضد ناوړه تبليغات کړي او غلط معلومات يې وړاندي کړي دي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل