1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په المان کې ښي اړخی توندلاريتوب

۱۳۹۱ مرداد ۹, دوشنبه

د ناسيونال سوسيالستي مخفي ډلې يا (اين ايس يو) په نوم توندلارې ښي اړخې ډلې په ۲۰۰۰م کال کې په المان کي يو ترک نژاده سړی انور سيسيک، وويشت. دا پېښه د المان په نيورنبېرگ ښار کي رامنځ ته سوه.

https://p.dw.com/p/15gL7
انځور: picture-alliance/dpa

دا د هغو وژنو د لړۍ پیل وو چي اووه کاله ئې دوام وکړ. د دغې ډلې لسمه او وروستۍ قرباني یوه المانۍ پوليسه ميشېل کيزه وېټر، وه چي په ۲۰۰۷م کال کې ووژل سوه. دا چي د دغو وژنو تر شا د «اين ايس يو» نومې ډلې لاس وو د تصادف له مخې د ۲۰۱۱م کال په نوامبر کي معلومه سوه. د وژنو په هکله هغه وخت معلومات رابرسیره شول چې د پروپاگنډ په يوه مخفي ويديو کي د وژونکو له خوا د دغه ترورونو په هکله خبرې شوې وې. د وژونکو په ډله کې درې کسان شامل ول چې بياته څشیپه، اوه موندلوس او اوه بون هارد نومیدل.

د المان عام ولس او سياستوال دې ته حیران پاتې ول چي څنگه دا ممکنه وه چي په المان کي د اساسي قانون د څار د ادارې پر شتون سربیره هم داسې وژنې وشي. دا پوښتنه په وار وار تکراريږي چي دغه ښي اړخې ډلې څنگه وکولای سول چي ۱۳ کاله ځان مخفي وساتي.

دا پړه د المان د اساسي قانون د ساتنې له پاره پر ځانگړې استخباراتي ادارې فرفاسنگ شتڅ، اچول کيږي چي اړينه توجه ئې نه وه کړې. له همدې کبله د دغي ادارې اوږد مهاله رئيس هاينڅ فروم، غوښتنه وکړه چي وخت له مخي تقاعد ته واستول سي. د فروم ځای به هانس جيورج ماسن نيسي چي د المان د کورنيو چارو په وزارت کي ئې د ترهگرۍ ضد د مشاور په توگه دنده تر سره کړې ده.

د فرفاسنگ شتڅ، د ادارې په وروستي راپور کي ويل سوي ول چي په تيرو شلو کلنو کي د ښي اړخو په پلويانو کي د ځوانانو شمیر زيات سوی دئ. د دغه راپور له مخي د ښي اړخو فعاليتونه هم د پخوا په پرتله زيات سوي دي. د نوموړې ادارې د شمیرو له مخي په المان کي څه باندي دوه ويشت نيم زره ښي اړخي توندلاري شتون لري. د دغه راپور له مخي ښي اړخي اوس ډیر وخت له انټرنټ څخه کار اخلي او د نړیوال جال له لارې خپلې مفکورې خپروي او هم خپل فعاليتونه منسجموي.

د المان د کورنيو چارو وزير هانس پېتر فريدريش، د فرفاسنگ شیڅ له نوي رئيس ماسن څخه هيله لري چي په دغه استخباراتي اداره کي اصلاحات راولي. ماسن به هڅه وکړي چي په دغه استخباراتي اداره کي اصلاحات داسې عملي کړي چي د ښي اړخو توندلارو د څار او مخنيوي دندې پر وخت تر سره سي.

مارسل فيورسټرناؤ/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: نجيب الله زيارمل