په المان کې د روحي فشار له امله په ادارو کې غیرحاضري ډېره سوې ده
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۱, دوشنبهاعلان
په المان کې د روحي مشکلاتو له کبله په ادارو کې د مامورینو غیرحاضري مخ په ډېرېدو ده. د کار د وزارت په حواله په ۲۰۰۱ میلادي کال کې په المان کې د ۳۳ اشاریه شپږو میلیونو کسانو په شاوخواکې غیر حاضري کړې ده. په ۲۰۱۰ کال کې بیا د هغو تعداد ۵۳ اشاریه ۵ میلیونه کسان وو. د دې دلیل له مامورینو څخه مخ په زیاتېدونکي خواهشات، د هغو د مسئولیت زیاتوالی او داسي نور لاملونه ښودل سوي دي.