1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په المان کې د بیکاره کسانو شمیر کم شوی دئ

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۳, چهارشنبه

په المان کې په ۲۰۱۲ کال کې د لومړي ځل له پاره د بیکاره کسانو شمیر له درې میلیونو څخه راټیټ شوی دﺉ. دا په داسې حال کې ده چې کار پوهان وایي چې د روان کال په لومړیو درې میاشتو کې به د المان د کار بازار راکد پاته شي.

https://p.dw.com/p/14o1e
انځور: dapd

د لومړي ځل له پاره په ۲۰۱۲ کال کې په المان کې د بیکاره وګړو شمیر له درې میلیونو څخه راټیټ شو. په داسې حال کې چې په عمومي ډول په اوړي کې د کار بازار تودیږي کارپوهان وایي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې به د المان د کار بازار راکد پاته شي.

په نورنبورګ کې د کار موندني فدرالې ادارې د چهار شنبې په ورځ وویل چې د اپریل په میاشت کې په المان کې د بیکاره کسانو شمیره ۲.۹۶۳ میلیونه کسانو ته رالویدلې ده.

د اپریل په میاشت کې د همدې کال د مارچ د میاشتې په پرتله ۶۵۰۰۰ ډیر کسان په کار ګمارل شوي ول. دغه وظیفې په خاصه توګه په تعمیراتي او د زراعت په ستکتورونو کې رامنځ شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې کارپوهان وایي چې په اپریکل کې د بیکاره کسانو د شمیرې راټیټیدل ډیر په فصلي لاملونو پورې تړلې موضوع ده. په کامرز بانک کې اقتصاد پوه ایکهات توختفیلد، ویلي دي چې لا تر اوسه پورې هم د ۲۰۱۱ کال د وروستیو درو میاشتو اقتصادي ستونزې محسوسیدای شي.

په همدې حال کې د دویچه بانک کارپوه ستیفن شنایدر، وايي چې لا اوس هم الماني کمپنۍ د اقتصادي پر مختګ د نه ګړنديتوب له کبله د اوږدي مودي له پاره کارکوونکي په کار نه ګماري:

«اوس ډیر شرکتونه د اوږدې مودې له پاره کارکوونکي په کار نه ګماري. هغوی غواړي وویني چې اقتصادی حالات په کوم لوري روانیږی.»

شنایدر همداراز زیاته کړې ده چې هغه فکر کوي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې به د المان د کار مارکیټ راکد پاته شي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل