په المان کې د ایتلافي ګوندونوتر منځ خبرې اترې روانې دي
۱۳۸۸ مهر ۲۷, دوشنبهد دواڼو ګوندونو تر منځ د مالیې د کمولو پر سر جرو بحث لا دوام لري. په دې بحث کې دواڼو خواوې په خپل دریځ ټینګار کوي. د مسیحي ډیموکراټ د ګوند مرستیال مشر او د نید زاکسن د ایالت لومړی وزیر کرسټیان وولف د بیلډ په نامه د یوې مجلې سره په مرکه کې په آزاد ډيموکراټ ګوند غږ وکړ چې د مالې د ټیټولو د خپلې غوښتنې څخه دی لاس په سرشي.
هغه زیاته کړه چې مونږ باید داسې پریکړي وکړو چې عملي یې کړاې شو. د آزاد د ډیموکراټ د ګوند مرستیال مشر انډریاس پنکوارټ د وولف دا غوښتنه رد کړه او په دې یې ټینګاروکړ چې مونږ د مالیاتو کمښت او د مالیاتو په جوړښت کې اصلاحاتو ته په اجله توګه اړتیا لرو. چې دا به د لازیاتې ودې ، خلکو د کار د ضمینې په برابره ولو او په منځ مهال زیاتې مالیې د لاس ته راوړو لامل شي.
خو دواڼه خواوو د راتلونکې اونې تر پاې پورې یوه پایلې او نتیجې ته سره رسیدل غواړي. د مسیحي ډیموکراټ ګوند CDU خو د نوي پروګرام په سر د خبرواترو لپاره د روانې میاشتې په ۲۶ نیټه د ګوند یوه غونده اعلان کړه.
« د المان مسیحي ډیموکراټ ګوند CDU خپله غونډه په ۲۶ اکتوبر د غرمې په دولسو بجو رابلي، چې د اعتلافي تړون کې د شویو پریکړو پر سر صلاح او مشورې وکړای شو. »
د خبرو اترو په پایلو دواڼه خواوو خپله خوښي څرګنده کړه او د یکشنبې د ورځې د تودو بحثونو سربیره یې د بحث فضا ښه وبلله. په دی هکله د آزاد ډیموکراټ ګوند مشر ډیرک نیبل داسې وایې:
« په ټولیزه توګه زمونږ خبرې اترې ډيرې ښې پر مخ ولاړی او مونږ باورلرو چې د اونې تر پایه به یوې نتیجې ته سره ورسیږو. او له همدې کبله مونږ د آزاد ډیموکراټ ګوند خپله غونډه د یکشنبې په ورځ د کولو پریکړه وکړه.»
د مسیحي ډیموکراټ د ګوند CDU مشر پروفالا په دې خبره ټینګار وګړ چې په روانه مقننه دوره کې به په مالییوکې د کمښت راوستلو جدي هڅې کوو او داسې په د دری واڼو ګوندونو هغه ژمنه چې په انتخاباتي کمپاینونو کې یې د ولس سره کړې وه سر ته ورسي. هغه زیاته کړه چې د مالیو د ټيته ولو لپاره یو چوکاټ منځته راغلې دی.
خو د دریو ورځنیو غونډو څخه ورسته ، چې د اونې په اخر کې د دی دریو ګوندونو تر منِځ ترسره شوی، د مالیې د کمښت په ژمنه شوې اندازه لا شخړه دوام لري. د مسحي ټلوالې په اند د مالیې دا اندازه په کال کې د شلو تر دیرشو ملیارډو یورو پورې باید وي. د ددوي په اند د ازاد ډیمکراټ د ګوند د ۳۵ ملیارډو تصور د پوره کولو وړ نه دی.
برېښنا
کتونکی. زيارمل