په المان کي د يکشنبې په ورځ هم د ايستر لاريونونه تر سره کيږي
۱۳۹۱ فروردین ۲۰, یکشنبهاعلان
په المان کي د جمعې او شنبې د ورځي وروسته د يکشنبې په ورځ هم د ايستر لاريونونه پلان سوي دي. د دې څخه تر مخه د جمعې او شنبې په ورځ د المان په بېلابيلو ښارونو کي د ايستر لاريونونه تر سره سوي ول.
د ايسټرلاريونونه د جگړې او اتوم ضد ډلو تر څنگ د يو شمېر سياسي گروپونو له خوا تر سره کيږي. د جمعې او شنبې په ورځ په تر سره سوو لاريونونو کي مهمه موضوع په افغانستان کي د الماني سرتیرو د شتون موضوع وه. لاريون کوونکو د الماني حکومت څخه وغوښتل چي په سملاسي توگه له افغانستان څخه خپل پوځونه راوباسي او د خبرو اترو له لاري د افغانستان د کړکېچ ته د پای ټکی کښیږدي.