1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په المان کي د يهوديانو سره ضديت

۱۳۹۰ آبان ۲۴, سه‌شنبه

د المان د حکومت لخوا د يو ټاکل سوي کمېسيون څېړنو ښوولې ده، چي په دغه هيواد کي د يهود کليمه د ښکنځلو په ډول کاريږي، او ځوانان چي يو له بل سره ټوکي ټکالي کوي هروخت دغه کليمه استعمالوي.

https://p.dw.com/p/13Abr
انځور: AP

د دې کمېسيون په لومړي راپور کي راغلي، چي که په شخصي کړيو کي وي او که په يوه چای خانه کي، د ښوونځی په غولي او که د فوټبال په ميدانونو يا د انټرنټ په بلاګونو کي، په يهودانو پسي خبري د المان د ورځني ژوند يوه برخه ګرځېدلې.

که څه هم چي په رسمي توګه په المان کي د يهودانو سره کينه او دښمني ورکه شوې ده خو د وګړو ۲۰ فيصده ئې اوس هم د يهودانو سره مخفي ضديديت لري.

دغه کمېسيون چي پر نورو سربيره پکښي د لندن تاريخ پوه پيټر لونګريش او د هايډلبيرګ پوهنتون د يهودانو د مطالعاتو د برخي مشر يوهانس هايل هم شامل دئ، تر څو کلونو څېړنو وروسته دې نتيجې ته رسېدلی دئ.

د پوليسو د رسمي شمېرو له مخي، د يهودي ضد فکر درلودونکي د مخکي په شان اوس هم زياتره ښی اړخه افراطيان دي.

څېړنو ښوولې ده، چي د يهودانو د قبرونو بې حرمتي کيږي، د هولوکاسټ پيښي رديږي او د يهودانو د وهلو او زخمي کولو پيښي را منځ ته کیږي.

کارپوهان دې ته هم اشاره کوي، چي پر نورو سربيره د رسنيو لخوا منځته راوړل شوی دا تاثر چي عربان يا مسلمانان د يهودانو پرضد دغه ډول اعمال ترسره کوي، سم نه دئ.

که څه هم چي په منځني ختيځ کي د مسلمانانو او يهودانو تر منځ اوږد مهاله شخړو د يهودانو سره د دښمنۍ د پروپاګند لاره هواره کړې خو ددې له پاره کوم علمي لاسوندونه نه دي موندل شوي.

کارپوهان د دولت د ښووني او روزني پرسياست نيوکي کوي، چي د نازيانو په وخت کي د يهودانو د تعقيبولو په موضوع کي المان د ځانګړي مسئوليت په هلکه په ښوونځيو کي کافي کار نه دئ کړی.

دوی وايي، چي سړی بايد ډير زيات د يهودانو سره د دښمني نويو شکلونو ته متوجه سي، چي هغه د منځني ختيځ د شخړي، اسلام او يا مالي بحران سره تړلي دي.

د هغوی د څېړنو له مخي په اوس وخت کي په انټرنيټ کي د يهودي ضد ويډيوگانو او متنونو سيلاب نور د درېدو نه دئ.

د المان پارلمان ته وړاندي شوی راپور دغه خطر ته اشاره کوي، چي پر نړيوال اقتصادي نظام نيوکي هغه زړې کليشې يعني « په پيسو پسي د ليونيو يهودانو کليشې»بيا راژوندۍ کوي او خپروي.

په ۲۰۰۹ کال کي د بيليفيلډپوهنتون په يوه نظر پوښتنه کي هر پنځم تن ويلي وه، چي يهودان د نړۍ پراقتصاد ډير اغيزلري.

که څه هم چي کارپوهان په خپل راپور کي په ټولنه کي د يهودانو سره د دښمنۍ د له منځه وړولو په برخه کي ايستل سوی زيار ويني خو وايي، چي ددې له پاره يوه هر اړخيزه تګ لاره نسته.

بيرند/ بريښنا صابر

کتونکی: نجيب الله زيارمل