په المان کي د ولسمشرۍ د کانديد لپاره لټون دوام لري
۱۳۹۰ بهمن ۳۰, یکشنبهد آلمان لومړۍ وزيره انگېلا ميرکل به د يکشنبې په ورځ هم د سياسي گوندونو له استازو سره ليدني کتني وکړي. د دغو ليدنو کتنو موخه د آلمان د ولسمشرۍ له پاره د نوي کانديد لټون دئ.
د آلمان پخوانی ولسمشر کريستيان وولف د جمعې په ورځ له خپلي دندي څخه استعفا وکړه. لومړۍ وزيري انگېلا ميرکل د ولسمشر د استعفا تر اعلان نيم ساعت وروسته وويل چي غواړي د ولسمشرۍ له پاره د نوي کانديد په تلاښ کي له دوو سترو مخالفو گوندونو سوسيال ديموکراټ او زرغون گوند سره هم مشورې وکړي.
داسي اټکل کيږي چي ميرکل به د يکشنبې په ورځ د خپل ايتلافي حکومت د گوندونو د استازو تر څنگ د مخالفو گوندونو له استازو سره هم وويني.
د سوسيال ديموکراټ گوند مشر زيگمار گابريل ويلي دي چي که ايتلافي حکومت ورسره د نوي کاندد په هکله جدي خبري ونه کړي نو به له زرغون گوند سره په گډه د ولسمشرۍ له پاره خپل کانديد ودروي.