په المان کي د نوي ولسمشر لټون پېل سوی دئ
۱۳۹۰ بهمن ۲۹, شنبهاعلان
د المان د ولسمشر کریستيان وولف د استعفا وروسته اوس په دغه هيواد کي د ولسمشرۍ د چوکۍ له پاره د نوي کس لټون پېل سوی دئ. په دې ترڅ کي د المان لومړۍ وزيري انگېل امېرکل د خپلو ائتلافي گوندونو له مشرانو هارسټ زېهوفر او فيليف ريوسلر سره ليدلي دي. د شنبې د ورځ له پاره هم په مخلوط حکومت کي شاملو درې واړو گوندونو د سياستوالو ملاقاتونه پلان سوي دي. د المان لومړۍ وزيره او د مسيحي ډيموکراټ گوند مشره مېرکل غواړي چي د کریستيان وولف پر ځای د راتلونکي نوي ولسمشر په لټون کي د حزب اختلاف د سوسيال ډيموکراټ او د زرغون گوند سره هم مشورې وکړي. د حزب اختلاف د گوندونو مشرانو فرانک والټر شټاين ماير او يورگين ټريټين مخ له وړاندي لا ويلي دي چي د ولسمشرۍ له پاره به د کابيني هيڅ غړی ونه مني.