1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په المان کي د سپما په اړه تاوده جرو بحثونه روان دي

۱۳۸۹ خرداد ۱۹, چهارشنبه

د المان حکومت پتېيلې ده چي د بودجې د کسر د کموالي په خاطر د سپما کولو په اقداماتو لاس پوري کړي...

https://p.dw.com/p/Nm9X
سپما د کمزورو کسانو په ضرر تماميږي
سپما د کمزورو کسانو په ضرر تماميږيانځور: picture alliance/dpa

دحکومت دسپما د په پام کي نيول شويو اقدامونودمجموعي، په اړه دمخالفو ګوندونو حکم نابودونکي دي.

دسوسيال ديموکرات دګوند مشر زيګمار ګابريل نيوکه کوي او وايي چي داسپما زيادتره په يو اړخيزه توګه ،له ټولنيز پلوه دکمزورو کسانو په ضررتماميږي.

هغه وايي داډول کارونه المان د بحران څخه را ايستلای نه سي او دغه پلان چنداني محتوا نه لري.

دګابريل په شان د شنودګوند مشره کلوديا روت هم پدي انتقاد کوي چي هغه کسان چي ښه عايد لري دسپما لدي پروګرام څخه بهر ساتل شوي دي.

ډيرو ټولنيزو او کارګري ټولنو دمقاومت اعلام کړيدي. دکارګرو دعمومي ټولني مشر ميشاييل زومر دالمان له حکومت اوپه هغه کي شريکو ګوندونوسره سخته مبارزه اعلام کړي ده.

همدغه ډول دمسيحي ديموکرات دګوند ډيري دټولنيزوچارو سياستوال هم ددي نقاضا کوي چي هغه کسان چي ډير عايد لري زيادتره ماليه پري کيښودله اوددي درانده بارپه وړلوکي شريک کړاي شي.

زي هوفر داخبره هم په ياد کړيده چي دټاکنوپه وروستي پړاوکي ددي ژمنه شوي چي دعايداتو په ماليه کي به سمښت راوستل شي .هغه مهال بيا دمالياتو په ډيرولوباندي هم خبري کيداي شي .

Stützle, Peter/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل