په المان کي افغان پناه غوښتونکي ډير سوي دي
۱۳۹۱ فروردین ۹, چهارشنبهدغه موضوع د تيري جمعې په ورځ په لوکسامبورگ کي د اروپايي اتحاديي د احصائيې دفتر را پورته کړې ده. په دې احصائيه کي راغلي دي چي ددې پناه غوښتونکو ۹ فيصده ئې افغانان دي.
په راپور کي راغلي دي چي دغه راز له روسيې، عراق، پاکستان او صربستان هيوادونو څخه دي چي د پناه غوښتنلیکونه ئې وړاندي کړي دي.
د اروپايي ټولني د احصائيې دفتر د راپور پر اساس د دغو کسانو ۹۰ سلنه ئې د لومړي ځل له پاره د پناه غوښتني غوښتنليکونه وړاندي کړي دي.
په اروپا کي فرانسې او جرمني ته ډيرو کډوالو مخه کړې ده، په جرمني کي ۵۰۳۰۰ کسانو د پناه غوښتنلیکونه ورکړي او په فرانسه کي بيا په ۲۰۱۱ کال کي ۵۶۳۰۰ کسانو د پناه غوښتنليکونه ورکړي دي.
تر جرمني وروسته د ايټاليا هيواد دئ چي ۳۴۰۰۰کسانو د پناه غوښتنه کړې ده.
د المان د بهرنيو چارو وزارت په برلين کي اعلان کړی دئ چي د ۲۰۱۱کال د جنورۍ د مياشتي تر نوامبره پوري د مهاجرينو چارو دفتر ته ۴۱۴۹۱ کسانو د پناه غوښتنليکونه ورکړي دئ.
په المان کي د ۲۰۱۰ کال په پرتله د کډوالو په شمېر کي ۴۰۰۰ کسه زياتوالی راغلی دئ.
په ۲۰۱۱ کال کي ۷۲۹۹ تنو افغانانو ۵۴۴۱ عراقيانو ۳۰۳۰ سوريايانو۲۴۱۷ تنو پاکستانيانو ۲۱۴۵ روسانو په جرمني کي د پناه اخيستلو غوښتنليکونه ورکړي دي.
د مالتا، لوکسامبورګ، سويډن، بلژيم او قبرس په شان کوچنيو هيوادونو د نفوس کموالی ته په کتلو سره په ۲۰۱۱ کال کي د پناه غوښتونکو لوړه شميره درلودله. د يادوني وړ ده چې د اروپايي اتحاديې په ۲۷غړو هيوادونو کي د پناه غوښتونکو له ۲۳۷۴۰۰ غوښتنليکونو څخه ۷۵ سلنه کسانو ته په لومړي پړاو کي منفي ځواب ورکړل شوی دئ.
آژانسونه/ شمس الرحمان ناصر
کتونکی: نجيب الله زيارمل