په الجزایر کې پارلماني ټاکنې تر سره کیږي
۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۱, پنجشنبهاعلان
په الجزایر کې د پنجشنبې په ورځ پارلماني ټاکنې تر سره کیږی. د ۴۴ ګوندونو له ډلې څخه د اوسني جمهور رئیس عبدالعزیز بوتفلیقه ګوند تر ټولو د خوښي وړ ګوند شمېرل کیږي.
خو داسې هم ویل کیږي چې د یووالي په نامه پخوانۍ ګوند به د اسلامیستانو په ګټه ډېرې رایې له لاسه ورکړي. په دغه هیواد کی له ۲۱.۶ میلیونه کسانو څخه غوښتنه سوې چې په دغو ټاکنو کې ګډون وکړي.