په افغتنستان کي د ناتو دوه تنه سرتېري وژل سوي دي
۱۳۹۱ اردیبهشت ۴, دوشنبهاعلان
د افغانستان په ختیځ کي د یکشنبې په ورځ د یوه بمي برید له امله د ناټو دوه تنه سرتېري وژل سوي دي. دغه خبره ناتو د دوشنبې په ورځ وکړه. په دې ډول نو یوازي د اپریل په میاشت کي په مجموعي ډول د ناټو۲۵تنه سرتیري په افغانستان کی وژل سوي دي. د دغو قربانیانو د هویت او د دغي پيښي د نورو جزئیاتو په هکله تر اوسه پوري څه نه دي ویل سوي. د افغانستان په ختیځ کي تر ټولو زیات امریکايي عسکر ځای پر ځای دي.