1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستا کي د جرمني پوځ مصارف تر پراختيايي مرستو 4 چنده ډيردي

۱۳۸۷ مهر ۲۱, یکشنبه

د يورپوټ له مخه له 2001 کال څخه را په دې خوا په افغانستان کي د آلمان د پوځ پر ماموريت باندي څه ناڅه درې مليارد ایرو لګښت سوی

https://p.dw.com/p/FYHZ
په افغانستان کي د جرمني پوځ
په افغانستان کي د جرمني پوځانځور: picture-alliance/ dpa

د آلمان د شپيګل نومي مجلې د رپوټ له مخه د افغانستان لپاره د نړيوال امنيتي مرستندوی ځواک، آيساف، په چوکاټ کي د آلمان د فدرال پوځ ماموريت د 2001 کال د ډسمبر د مياشتي را په دې خوا دجرمني د مالیې ورکونکو لپاره درې ملیارده ايورو په بيه تمام شوی دي.

مجلې د اونۍ په پيل کي رپوټ ورکړ، د آلمان د ماليې وزارت د هغه هيواد د پارلمان د کيڼ اړخي ګوند يو پارلماني استازي، Gesine Lötzsche ، د يوې پوښتني په جواب کي دغه معلومات ورکړل. د دغومعلوماتو له مخه د 2007 کال تر پايه پوري پر نوموړي ماموريت باندي 2,4 مليارډه ايورو لګېدلي دي، 388 مليونه يورو نوري پيسې د 2008 کال په کلنۍ بودجه کي په پام کي نيول سوي دي.

په رپوټ کي راغلي دي، همدا سږکال به دا لګښت له ټاکل سوو پيسوڅخه هم لوړ ولاړ سي.د معلوماتو له مخه داپيسې يوازي دروان کال د اکتوبرتر 13 پوري، يعني د ماموريت د وخت تر پايه پوري په پام کي نيول سوي دي.د راتلونکي پنجشنبې په ورځ به دغه ماموريت د 14 نورومياشتو لپاره اوږدکړل سي. د دغي اوږدې سوي مودې لپاره 688 مليون يورو لګښت اټکل سوی دی.

د شپيګل مجله په خپل رپوت کي نتيجه اخلي : په دې ډول په افغانستان کي د آلمان پوځي لګښت څه نا څه څلورځلي د ملکي پراختيايي مرستو څخه لوړ دی.د ملکي پراختيايي مرستو لپاره دجرمني حکومت له 2001 کال څخه را په دې خوايوازي 830 مليونه يورو لګولي دي. بالمقابل دولت د 2007 کال تر پايه يوازي د پوځي تجهيزاتو د برابرولو له پاره، 1,1 مليارډه يورو په مصرف رسولي دي.

د آلمان ددفاع وزير په مزارشريف کي د خپلو ځواکونو څخه ليدنه کتنه وکړه
د آلمان ددفاع وزير په مزارشريف کي د خپلو ځواکونو څخه ليدنه کتنه وکړهانځور: AP

په عيني وخت کي د آلمان دDie Grüne یا «زرغون» نومي ګوند، پارلماني غړی اود د دفاعي چاروکار پوه، Winfried Nachtwei ، په افغانستان کي د نشه يي توکو پر ضد مبازره کي د آلماني سرتيرو پرګمارلو باندي نيوکه وکړه.نوموړي، آلمانۍ ورځپاني، Frankfurter Rundschau ، ته وويل:« د تشدد د پايلو لپاره بندوبست سوی دی».

بالمقابل د آلمان د سوسيال ديموکراټ د ګوند دفاعي کارپوه، Rainer Arnold د ناټوله دې تصميم څخه چي د ناټوترمشرۍ لاندي نړيوال ځواکونه دي د نشه يي توکو پر ضد مبارزه کي هم وګمارل سي، تریوې کچي، د يومعقول اقدام» په توګه هرکلی وکړی.هغه وويل: « زما په نظر د افغانستان په جنوب او ختيځ کي،که چيري افغانان په يوازيتوب له نشه يي توکو سره په مبارزه کي لاس بری نه دی، له هغوی سره د آيساف مرسته ضروري ده.

Arnold نوموړي ورځپاني ته وويل :« په دې کي شک نه سته چي له دې سره ماموريت نه آسانه کيږي،خوله نشه يي توکو څخه سترګي پټول،« د ماموريت ټولي موخي» له خطر سره مخامخ کيږي. په دې اړه بايد سړی لږ څه خطر هم پرځان ومني.»

په بوداپست کي د ناټود دفاع وزيرانود جمعې په ورځ پريکړه وکړه چي د افغانستان لپاره نړيوال مرستندوی ځواک، آيساف دي وروسته له دې د نشه يي توکود سوداګرو پرخلاف هم په اقداماتو لاس پوري کړي.