1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې چچنيان، ازبکان، عربان، پنجابیان او حتی اروپايان هم جګړه کوي

۱۳۸۷ مهر ۲۶, جمعه

لوړی پوړی امریکايی جنرال مکرنين ويلی چی بهرنيو جنګياليو افغانستان ته نوی تاکتيکونه وارد کړی او له طالبانو سره ګډ جنګيږی.

https://p.dw.com/p/Fc8L
انځور: AP

مکرنين ويلی چی دغرب لخوا د افغانستان اوسنۍ جګړی ته په ناسمه توګه کتل هم ګټور کار نه دی.

په افغانستان کی د ناټو عمومی قوماندان امريکایی جنرال ډيویډ مکرنین رويټرز خبری اژانس ته وويل چی بهرنيو جنګياليو افغانستان ته هغه نوی جنګی تاکتیکونه راوارد کړی دی چی به نورو سیمو کی جوړ سويدی او سربيره پردی بهرنيان سیمیزو ياغیانو ته جنګی روزنه هم ورکوی .

د استخباراتو د راپورونو له مخی په دغو بهرنيو جنګياليو کی چچنيان، ازبکان، عربان، پنجابیان او حتی اروپايان هم شامل دی.

دده په خبره چی نوموړې جنګيالی زياتره د پاکستان په سرحدی قبايلی سیمو کی میشت دی.

په عراق کی د القاعده په وړاندی د امريکايانو بری کيدای سی ددی سبب ګرځيدلی وی چی دغرب ضد عناصر افغانستان ته رامات سی او په افغانستان کی ستونزه لازياته کړی.

جنرال مکرنين وویل په دی وروستیو کی ډیرغلط تصور کيږی چی په افغانستان کی طالبان پياوړی سوی او دهغوی په ځپلو کی د دبهرنيو او افغانی ځواکونو بریاوی ترپښو لاندی کيږی .

هغه وويل په وروستيو کی د تاوتريخوالی دزياتيدو علت همدا دی چی طالبانو خپلو تاکتیکونو ته بدلون ورکړی (طالبان په افغانستان کی واړه غلچکی بریدونه کوی چی زياتره وختونه يی ملکی وګړی ، خيريه کارکوونکی او دحکومت مامورين ښکار کيږی).

David D. McKiernan USA Militär
David D. McKiernanمکرنین: د افغانانو لوی اکثريت په اوسنۍ وضعه باندی اطمينانی نه دیانځور: AP

جنرال مکرنين وويل اوس بهرنی سرتيری نويو سيمو ته په دی خاطر وردانګی ترڅو دهغو طالبانو مخه ونيسی چی له افغانستان څخه پاکستان ته وراوړی او بیا ترمنسجم کيدو وروسته دافغانستان جګړی ته رادانګی.

دی وایی په افغانستان کی په غیر متوازن ډول د طالبانو پرضد پرمختګ سوی دی خو ددی اټکل نسی کيدای چی نړيوال ځواکونه به دا جګړه بایلی‎.

امريکا په پاکستان باندی فشار راوړی ترڅو په پاکستان کی د هغو طالب جنګياليو دغبرګونونو مخه ونيسی چی له دغه هیواد څخه افغانستان ته د جګړی لپاره وراوړی.

مکرنين وویل : (د پاکستان وروستيو هغو عملياتوته په کتو سره چی په قبايلی سیمو کی یی د طالبانو پرضد پيل کړی دی څه ناڅه هيله سته).

امريکايی جنرال ډيويډ پيټريس چی په عراق کی يی بری ترلاسه کړی دی اوس هڅه کوی چی دپاکستان ملاتړ ترلاسه کړی ، واشنګټن پوسټ ورځپاڼی ليکلی چی نوموړی به په راتلوونکی مياشت کی ټوله سيميزه قومانده ترلاسه کړی .

دپيټريس بله ستراتيژی به داوی چی دافغان دولت او وسلوالو طالبانو ترمنځ د پخلاينی دپروسی ملاتړ وکړی.

امريکايی جنرال مکرنين ويلی (په افغانستان کی به دحل وروستۍ لاره نظامی نه بلکه سياسی وی او هغه به د پاکستان په قبايلی سيمو پوری هم تړلی وی )

هغه وويل په افغانستان کی پرمختګ د اقتصادی پراختیا ، دافغانی پوليسو او ملی پوځ دپياوړتيا او د قبايلی مشرانو په راشريکولوسره شونی ده.

ځینی کارپوهان په دی اند دی چی دياغی جنګياليو د مخنيوی لپاره دی قبايلی اربکيو ته وسلی ورکړل سی او ځینی بیا مخالف نظرلری او وايی چی دا کار به په افغانستان کی د امنيت راوستلو په برخه کی کوم خاص ځای ونه لری.

جنرال مکرنين رويټرخبری اژانس ته په خپلو خبرو کی وويل دا مهال په افغانستان کی ټول نظامی عمليات په سلو کی شپيته افغانان طرحه او عملی کوی.

او په عينی وخت کی د افغان ملی پوځ دعسکرو شميره د پنځه اويازره څخه یولکو څلور دیرش زره ته لوړيدونکی ده.

مکرنين په افغانستان کی د پوليسو په اړه څه ناڅه خواشینی وښوده هغه وويل دپوليسو په اداروکښی اوس هم اداری فساد موجود دی ، له دی کبله خلکو ته ډير د اعتبار وړ نه دی.

مکرنین وويل (دافغانانو لوی اکثريت په اوسنۍ وضعه باندی اطمينانی نه دی).

خو نوموړی پردی ټينګار وکړ چی ملکی وګړی هيله لری چی راتلوونکی به يی روښانه وی.

او داسی راپورونه يی رد کړل چی ګواکی طالبانو د کابل شاوخوا سړکونو باندی بريدونه کوی او له امله يی ځايی وګړی او بهرنيان تګ راتګ نه سی کولايی.