1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې چاودنو ۱۱ تنه ووژل

ډي پي اې/ سید ریاض۱۳۹۳ آبان ۱۹, دوشنبه

په افغانستان کې د بېلابېلو امنیتي پېښو په ترڅ کې لس تنه پولیس او یو ملکي کس وژل شوی دی. په دغو چاودونو کې ۱۰ تنه ټپیان شوي هم دي. طالبانو د دغو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

https://p.dw.com/p/1Djrf
انځور: Reuters/Parwiz

په ننگرهار ولایت کې د پولیسو د اکاډمۍ د پرسونل سرویس، د سړک د غاړې پر ماین وربرابر شوی دی، چې د چارواکو په وینا په پایله کې یې درې تنه افسران وژل شوي دي او نور درې تنه یې ټپیان کړي دي.

د ننگرهار ولایت د پولیسو ویاند حضرت حسین مشرقي وال د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «جلال آباد ته څیرمه د بهسودو په ولسوالۍ کې د پولیسو د اکاډمۍ د موټر په مسیر کې یو بم ځای پر ځای کړل شوی وو.» هغه په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې له شپږو ټپي شویو افسرانو څخه درو تنو په روغتون کې د ټپونو له کبله سا ورکړه.

همداشان په لوگر ولایت کې اووه پولیسو او یوه ملکي کس په یوه ځانمرگي برید کې وژل شوي دي. زیاته شوې ده چې ځانمرگي برید کوونکي یونیفورم پر تن درلود.

د لوگر ولایت د والي ویاند دین محمد درویش ویلي دي: «د پلخمري ښار د پولیسو د قومندانۍ مخې ته د محلي پولیسو مشر سبز علي د نورو شپږو پولیسو او یوه تن ملکي کس سره وژل شوی دی.» درویش په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې په دغه چاودنه کې درې ملکي کسان او یو پولیس ټپي شوی هم دی.

افغان طالبانو د دغو دواړو چاودنو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. په عین وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې په کابل کې یوې چاودنې درې ملکي کسان ټپیان کړي دي.

له نړیوالو ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسوولیت د لیږد وروسته، د یاغیانو له لوري پر افغان امنیتي ځواکونو باندې په بریدونو کې ډیروالی راغلی دی. په پام کې ده چې له افغانستان څخه به د ناټو بهرني جنگي ځواکونه د روان میلادي کال تر پایه ووځي.

د کندز ولایت د پولیسو یوه تن چارواکي سید سرور حسیني، ویلي دي چې په دوو جلا عملیاتوکې په دغه ولایت کې ۱۳ تنه طالب جنگیالي وژل شوي دي.