په افغانستان کې څو امنیتي پېښو شل تنه ووژل
۱۳۹۲ مرداد ۲۶, شنبهافغان چارواکو د شنبې په ورځ (زمري ۲۶/ اگست ۱۷) وویل چې په هرات ولایت کې د سړک جوړوولو یوه شرکت پر کمپ باندې د وسله والو کسانو د برید په پایله کې د دې شرکت نهه تنه کار کوونکي او یو تن پولیس وژل شوی دی. دغه پېښه د شنبې ورځې په سهار د هرات ولایت په کرخ ولسوالۍ کې پېښ شوې ده.
د هرات ولایت د پولیسو ویاندې عبدالروف احمدي، وویل چې برید کوونکو تر دې مخکې چې د سړک جوړوونې شرکت دغه کار کوونکي ووژني، د پولیسو پر یوې پوستې باندې هم برید کړی وو. د احمدي په خبره په دې نښته کې طالبانو ته سخت تلفات اوښتې وو. ښاغلي احمدي زیاته کړه: «تر هغه وروسته چې طالبان له سیمې وتښتیدل، د کارگرو پر کمپ یې برید وکړ.» ویل شوي دي چې د برید پر مهال د سړک جوړوونې د شرکت کارگر ویده ول.
لا تراوسه پورې د وژل شویو کارگرو هویت نه دی مشخص شوی خو طالبانو رسنیو د یوه لیک په استولو سره د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده. طالبانو ادعا کړې ده چې یوولس تنه دولتي کارکوونکي یې وژلي دي.
په عین حال کې په هلمند کې د دوو جلا امنیتي پېښو په پایله کې اته تنه ملکي وگړي وژل شوي دي. د هلمند ولایت چارواکو ویلي دي چې د شنبې په شپه د سنگین ولسوالۍ په شکرزو او نوکرزو سیمو کې د دوو بمونو د چاودنې په پایله کې درې تنې ښځې وژل شوي او یوه بله ټپې شوې ده.
د شنبې په سهار په یوې بلې پېښې کې د هلمند ولایت په مارجه ولسوالۍ کې یو موټر د سړک د غاړې پر یوه ماین باندې برابر شو چې په پایله کې یې درې ماشومان، یوه ښځه او یو سړی ووژل شول. تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې خو طالبان ډیر وخت د افغان او بهرنیو ځواکونو د په نښه کولو په موخه د سړک د غاړې له ماینونو څخه کار اخلي. ډیر وخت دغه ماینونه د ملکي وگړو ژوند ته گواښ رامنځ ته کوي.
په همدې حال کې د فراه ولایت په بالا بلوک ولسوالۍ کې هم یو ځانمرگی برید شوی دی چې په پایله کې یې درې تنه افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي. د فراه ولایت د والي ویاند عبدالرحمان ژوندي، دویچه ویله ته وویل چې برید کوونکي غوښتل د ضابط جلیل په نوم یو کس چې د یوه خصوصي روغتون مالک دی، په نښه کړي. په خپله جلیل له دغه برید څخه ژوندی راوتلی دی خو د هغه دوه تنه ساتونکي او د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان په کې وژل شوي دي.