1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کې پر ماشومانو د جنسي تيري په هکله څیړنه»

۱۳۹۴ آبان ۶, چهارشنبه

د امریکا متحدو ایالاو د دفاع وزارت چارواکو د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې دوی د افغان امنیتي ځواکونو له لوري پر ماشومانو د جنسي تيري تورونو او د امریکايي پرسونل له خوا پر هغه باندي د سترگو پټولو رپوټونو په هکله څېړني کوي.

https://p.dw.com/p/1GvzA
Symbolbild Soldaten in Afghanistan
انځور: veneratio/Fotolia

دغه تحقیقات د پینتاگون د عمومي پلټونکي له خوا وروسته له هغه کیږي چې تیره میاشت نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د امنیتي ځواکونو له لوري پر ماشومانو د احتمالي جنسي تيري او د امریکايي پرسونل له خوا پر هغې باندي د سترگو پټولو په هکله رپوټ ورکړ.

په دغه رپوټ کې راغلي ول چې امریکایي ځواکونو ته د خپلو لويو چارواکو له خوا سپارښتنه شوې وه چې د افغان پولیسو او یا هم د هغوی د قوماندانو له لوري، آن په پوځي اډو کې د احتمالي ناوړه جنسې استفادې یا په عامیانه اصطلاح د «بچه بازۍ» پر پيښو سترگي پټي کړي دي.

د عمومي پلټونکي له خوا په یوه یادښت کې دا پوښتنه راپورته شوې ده چې په آیا په رسمي یا بل ډول داسې کوم لارښود وو یا شته چې د متحدو ایالاتو د دفاع وزارت اړونده پرسونل (د دغو پيښو په هکله) د رپوټ ورکولو څخه منع کوي.

همداشان په دغه یادښت کې دا پوښتنه هم مطرح شوې ده چې «له ماشومانو څخه د ناوړه جنسې استفادې د مشخصولو او هغې ته د غبرگون ښوولو په هکله کومي روزنې تر سره شوي دي او یا په پلان کې دي؟»

دغه یادښت د امریکا متحدو ایالتو د پوځ ټولو مشرانو ته استول شوی دی. همداشان له هغوی څخه غوښتل شوي دي چې د افغان چارواکو له لوري د ناوړه جنسي استفادې د هغو قضیو د شمیر په هکله معلومات ورکړي چې امریکايي او ائتلافي ځواکونو ته یې رپوټ شوي دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې دغه رپوټ د ډیرو عسکرو او د هغه یوه سمندري عسکر د پلار له قوله ورکړی وو چې په ۲۰۱۲م کال کې ووژل شو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د «بچه بازۍ» پیښو ته د نه رسیدگۍ په هکله رپوټونه رد کړي دي او دا یې د یو خورا بد او بې شرمه، عمل په توگه یاد کړی ول، چې د افغانستان په قوانینو کې منع دي. په تیرو وختونو کې افغان حکومت هڅه کړې ده د هیواد په ځینو برخو کې دغه عمل له منځه یوسي.