1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې لږ تر لږه يولس تنه ووژل شول

۱۳۸۶ خرداد ۳, پنجشنبه

په افغانستان کې د چارواکو په وينا په بمي بريدونو کې لږ تر لږه لس تنه پوليس او يو تن اداري رئيس مړه شوي دي. دغه رئيس او شپږ تنه پوليس په پکتيکا ولايت کې د بم يوې چاودنې وژلي دي.

https://p.dw.com/p/DK9k
د پکتيکا د بمي بريد پړه طالبانو منلې ده
د پکتيکا د بمي بريد پړه طالبانو منلې دهانځور: AP
يو څو ساعته وروسته په کندهار کې امنيتي ځواکونه په يو ورته بريد کې په نښه شول چې د دغې چاودنې په ترڅ کې هم گڼ شمېر کسان ووژل شول. د پکتيکا د بمي بريد پړه طالبانو منلې ده. په تېرو شپاړسو مياشتو کې په بمي بريدونو کې تر پنځه زرو زيات انسانان وژل شوي دي.