1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې له مظاهرو څخه څوک گټه اخلي؟

۱۳۹۰ اسفند ۳, چهارشنبه

کارپوهان وایي چې په افغانستان کې له مظاهرو څخه کیدای شي د دغه هیواد گاونډي هیوادونه د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتیژیک تړون په وړاندې د ستونزو د رامنځ ته کولو په موخه گټه پورته کړي.

https://p.dw.com/p/147fk
انځور: Reuters

په افغانستان او پاکستان کې په داسې حال کې د امریکا پر ضد لاریونونه تر سره کیږي چې افغانستان له امریکا سره د ستراتیژیک تړون د لاسلیکولو په درشل کې دﺉ. کار پوهان وایي چې د دغه تړون له لاسلیکدو سره به د افغانستان داوړه ګاونډي هیوادونه پاکستان او ایران تر سختو فشارونو لاندې راشي.

د یکشنبې په ورځ د امریکايي سناتور جان مکین، په مشرۍ یو پلاوی افغانستان ته ورسید چې د دغه هیواد له چارواکو سره د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتیژیک تړون د لاسلیکولو په اړه خبرې اترې وکړي. افغانستان ته د دغه پلاوي له سفر څخه یوه ورځ وروسته په پاکستان او بیا دوه ورځي وروسته په افغانستان کې د امریکا پر ضد مظاهرې وشوې.

د کارپوهانو په اند پاکستان او ایران له خپل ټول توان سره هڅه کوي چې د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتیژیک تړون مخه ونیسي. د ملت په نوم د یوې غیر حکومتي مؤسسې مشر او د افغانستان د چارو کارپوه ډاکټر توفان وزیري، وایي چې که امریکا په افغانستان پوځي اډي ولري نو په سیمه کې د ایران او پاکستان ستراتیژیکي گټې له ستونزو سره مخامخ کیږي.

ډاکټر توفان وزیري زیاتوي: «په دې کې شک نه شته چې که امریکا په افغانستان کې د اوږدي مودې له پاره پاته شي او په دغه هیواد کې ثبات رامنځ ته شي نو د پاکستان او ایران ستراتیژیکي ګټي له گواښ سره مخامخ کیږي. له همدې کبله دواړه هیوادونه هڅه کوي چې امریکا په افغانستان کې ناکامه کړي او دوی په سیمه کې خپل نفوذ وساتي.»

د توفان په اند که څه هم پاکستان او ایران په خپل منځ کې ستونزې لري خو د امریکا په وړاندې گډ سیاستونه لوبوي او په افغانستان کې له طالبانو او نورو وسله والو ډلو سره مرسته کوي.

د بگرام په پوځي اډه کې د یو شمیر مذهبي کتابونو سوځولو چې په هغو کې د قرآن شریف نسخې هم شاملې وي د افغانستان په ځینو ښارونو کې یو شمیر خلک راپارولي دي. په دې ترڅ کې د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو په کابل، جلال آباد او پروان کې د امریکا پر ضد مظاهرې شوي دي.

د افغانستان د مدني ټولنې مشر انجینر عزیز رفیعي، وایي چې د بګرام د زندان پیښه ښيي چې د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو تر منځ په چارو کې همغږي نه شته. هغه زیاتوي چې د دغه شان بیښو تکرار به په افغانستان کې د میشتو نړیوالو ځواکونو او افغان حکومت له پاره سخت عواقب ولري.

رفیعي وایي چې په کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې روان لاریونونه ظاهراُ د مذهبي احساساتو ښودل دي خو داسي ښکاري چې پکښې بهرنۍ لاسوهنې هم ښکیلې وي. رفیعي زیاتوي: «هر څوک چې د افغانستان د خلکو له مقدساتو سره په ټکر کې راشي د افغانستان خلک د هغه په وړاندې غبرگون ښيي. په همدې حال کې ځینې لاسونه د پردې تر شا هم له دغې پیښې څخه سیاسي گټه پورته کوي.»

رفیعي وایي چې د افغانستان گاونډي هیوادونه هڅه کوي چې د دغه شان پېښو په مرسته د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتیژیک تړون مخه ونیسي. د هغه په اند پاکستان هم له امریکا سره ستراتیژیک تړونونه لري او که افغانستان له متحده ایالاتو سره د ستراتیژیک تړون په لاسلیکولو بریالی شي نو له دې کار سره په سیمه کې د پاکستان موقف تر سوال لاندې راشي.

د نړیوالې ټولنې له ملګرتیا پرته د افغانستان راتلونکې تیاره ده

د افغانستان د چارو کارپوه توفان وزیري وایي چې که حالات په دې ډول دوام وکړي نو د افغانستان راتلونکې له گواښ سره مخامخ ده. هغه زیاتوي چې نړیواله ټولنه باید له یوې «کمزورې حکومتي ادارې» څخه د ملاتړ کولو پر ځای د افغانستان له خلکو څخه ملاتړ وکړي.

د وزیري په خبره افغانان باید د خپلو ستراتیژیکو ګټو په پام کې نیولو سره د دغه شان پیښو په وړاندې غبرګون وښيي. هغه وايي چې د افغانانو په منځ کې د سیاسي شعور کچه ټیټه ده او له همدې کبله «د افغانستان دښمنان» کولای شي چې د هغوی له احساساتو څخه ګټه واخلي او هغوی د نړیوالي ټولنې پر ضد وهڅوي.

وزیري گواښ کوي چې که افغانان له ۲۰۱۴ کال وروسته د نړیوالي ټولنې ملگرتیا له ځان سره و نه لري نو یو ځل بیا به د کورنیو جگړو په لور روان شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د مدني تولنې مشر انجینر عزیز رفیعي، وايي چې یو شمیر کسان باور لري چې ښايي د افغانستان په حکومت کي ځینو کړیو په کابل کې وروستیو لاریونو ته لمن وهلي وي چې د خلکو ذهنونه د افغانستان له لویو مسائلو څخه بل لورې ته واړوي. رفیعي په دې صورت کې د بگرام د وروستۍ پیښې عواقب ډیر خطرناک بولي خو زیاتوي که دغه پیښه عمدي نه وي نو ډیرې جدي پایلې به و نه لري.

په افغانستان او پاکستان کې د امریکا ضد مظاهرې

د چهارشنبې په ورځ هم په سلهاوو افغانانو د کابل او جلال آباد په ښارونو کې د امریکا ضد شعارونه ورکړل او د قران شریف د سوځول پر ضد ئې لاریونونه تر سره کړل.

دغه لاریونونه د سې شنبې په ورځ د بگرام زندان مخکې پیل شول خو د چهارشنبې په ورځ د کابل په گډون په ننگرهار ولایت کې هم مظاهرې وشوي.

په همدې حال کې د دوشنبې په ورځ په زرهاو پاکستانیانو په اسلام آباد کې د امریکا پر ضد شعارونه ورکړل. د امریکا پر ضد په دې لاریونونو کې ډیر شمیر داسې ډلو گډون کړی وو چې فعالیت ئې د دولت له خوا منع شوی دئ.

په پاکستان کې د شاوخوا ۴۰ اسلامپالو ډلو یو اتحاد چې د «دفاع پاکستان» په نوم یادیږي د امریکا پر ضد شعارونه ورکړل. په مظاهرو کې د پاکستان د استخباراتي شبکې پخواني مشر جنرال حمید گل، وویل چې که د پاکستان واکمنان د امریکا متحده ایالاتو ملگرتیا پرې نه ږدي نو د دغه هیواد خلک به ئې په وړاندې پاڅون وکړي.

که څه هم په افغانستان او پاکستان کې مظاهرې مختلفې انگیزي لري خو یو شمیر کارپوهان وایي چې ښکايي ځینې کسانو له دغو مظاهرو څخه د یوه هدف له پاره کار واخلي.

مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم