1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې شپږ تنه د يوه آلماني مرسته کونکي د وژنې په تور نيول شوي دي

۱۳۸۵ اسفند ۱۸, جمعه

افغان پوليسو شپږ تنه په دې تور نيولي دي چې د يوې مرستندويې ټولنې د يوه همکار په وژلو کې لاس لري. د افغانستان په شمال کې د سر پل د ولايت والي سيد محمد اقبال منيب وويل چې سل تنه پوليس سيمې ته استول شوي دي تر څو چې وژونکي پيدا کړي.

https://p.dw.com/p/DKAZ
د لوږې نړيوال سازمان په افغانستان کې کوهي او څاگانې کني
د لوږې نړيوال سازمان په افغانستان کې کوهي او څاگانې کنيانځور: picture-alliance/dpa
د سر پل والي دغه کړنه د خپلو څرگندونو له مخې يو ترورستي عمل عمل بولي، ځکه چې يوازې آلمانی وژل شوی دی په داسې حال کې چې د ده افغاني ملگري بېرته خوشي شوي دي. د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د لوږې د نړيوال سازمان د همکار دغه وژنه وغندله. نوموړی آلماني تبعه د پنج شنبې په ورځ د ناڅرگندو کسانو لخوا وژل شوی و.