په افغانستان کې سختو واورو لږ تر لږ ۳۷ کسان وژلي
۱۳۹۵ بهمن ۱۷, یکشنبهد افغانستان د طعبیي افاتو پر ضد د مبارزې ادارې ویاند عمر محمدي، د آلمان له خبري آژانس په په مرکه کې زیاته کړې ده چې پر دې سربیره د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۶ تنه نور کسان ټپیان شوي هم دي.
د دغې ادارې د شمیرو له مخې ۵۷۱ څاروي د خرابې هوا له کبله وژل شوي او ۱۸ کورونه بیا ویجاړ شوي دي.
عمر محمدي ویلي چې تر ټولو زیات تاوان په شمالي ولایتونو کې رامنځ ته شوی دی: «په بدخشان او سرپل ولایتونو کې هغه وخت ۱۶ کسان ووژل شول او تر ۱۰ ډیر نور ټپیان شول چې د واورې ښویدو یو شمیر کورونه لاندې کړل.»
اوس د واورې له کبله ډیر شمیر سړکونه، په ځانګړې توګه د افغانستان په شمالي او مرکزي ولایتونو کې تړلي پاتې دي. د افغانستان د طبیعي افاتو پر ضد مبارزې ادارې ویلي دي چې له تیرې اوونۍ راهیسې په سالنګ کې ۳۳ د واورې ښویدو پیښې رامنځ ته شوې دي.
افغان سیمه ییزو رسینو خبر ورکړی دی چې د بامیان ولایت په غرونو کې په لسهاو موټر له خپلو سپرلیو سره په واورو کې بند پاتې دي. په دې ولایت کې په وروستیو شپو کې د هوا درجه منفي ۱۵ ته رسیدلې ده.
افغان حکومت د یکشنبې ورځ عمومي رخصتي اعلان کړه. په دې ورځ په کابل کې د افغانستان نړیوال هوایي ډګر هم تړلی وو.